د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

مېل انلاین: افغانستان په کراچۍ بندر کې د زرګونه کانټینرونو د ازادولو غوښتنه کړې


د کراچۍ بندر یوه څنډه
د کراچۍ بندر یوه څنډه

مېل انلاین:

مېل انلاین ورځپاڼه لیکي، افغانستان له پاکستانه غوښتي چې د کراچۍ له بندره په زرګونو کانټینرونه آزاد کړي.

د فرانس‌پرېس اژانس په راپور کې چې دې ورځپاڼې پرون سې شنبې خپور کړی ویل شوي چې افغانستان له پاکستانه د مالونو د وارداتو د هغو په زرګونو کانټینرونو د ازادولو غوښتنه کړې چې پر نړیوالو کارګوګانو د اسلام آباد له خوا د لګول شویو محدودیتونو له امله په کراچۍ بندر کې بند پاتې دي.

د راپور له مخې پاکستاني چارواکي وایي، دوی د دغو وارداتي مالونو له پلوه چې له ګمرکې تعرفو او مالیو پرته افغانستانه ته استول کېږي، میلیونونه ډالر له لاسه ورکړي ځکه د دوی په خبره دغه مالونه بېرته له قاچاقي لارو پاکستان ته راوړل کېږي.

خو افغان چارواکي وایي، پاکستان په کراچۍ بندر کې څه باندې درې زره کانټینرونه بند کړي او د زیاتې مالیې او ګمرکي تعرفو غوښتنه کوي چې دې کار سوداګرو ته په میلیونونو ډالر تاوان رسولی دی.

په مېل انلاین کې وړاندې راغلي چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د سې شنبې په ورځ اسلام آباد ته د سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني سره خبرې وکړې.

په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت چې کنټرول یې د طالبانو په لاس کې دی، په یوه بیان کې ویلي چې په دې خبرو کې د دواړو هېوادونو پر ټرانزیټي ستونزو خبرې وشوې.

ټرانزیټي ستونزه یوه له هغو ستونزو ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګلي کړي دي.

د اسلام آباد او په کابل کې د واکمنو طالبانو ترمنځ پر ترینګلو اړیکو د پاکستان د حکومت هغې پرېکړې هم سیوری غوړولی چې ټول بې‌اسناده افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې باسي او افغانستان ته یې استوي.

پاکستاني چارواکو د سې شنبې په ورځ وویل چې له درې لکه زیات افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، خو د طالبانو چارواکي ټینګار کوي چې د دوی اکثریت یې په زوره ایستل شوي دي.

والسټریټ ژورنال:

امریکایۍ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې په افغانستان کې د یوه امریکایي بندي برخلیک ته پام اړولی او لیکي، ریان کاربیټ له خپل یوه جرمن همکار سره د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو کال پوره شوی و، د افغانستان د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ته تللي و.

دوی دواړو هلته دومره زیات وخت نه و تېر کړی چې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.

والسټریټ ژورنال وړاندې لیکي، ۴۰ کلن کاربیټ او د هغه همکار طالبانو د مسیحیت لپاره په تبلیغ کولو تورن کړل، هغه تور چې د کاربیټ او د هغه د همکار کورنیو رد کړی.

د ورځپاڼې په لیکنه په سپټمبر میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې کاربیټ په غلطه نیول شوی، هغه عبارت چې د حکومت په لوړه کچه ډیپلوماتیکې او استخباراتي سرچینې آزادوي ترڅو د تبادلې یا نورو وسیلو له لارې د متحده ایاالتو د اتباعو خوشې کول خوندي کړي.

د والسټریټ ژورنال په لیکنه دا به د دغه امریکایي د ازادولو لپاره چې پنځلس میاشتې په افغانستان کې له طالبانو سره بندي دی، د امریکا د هوډ یوه آزموینه وي چې په څه ډول په دې اړه له طالبانو سره خبرې مخ ته وړي.

XS
SM
MD
LG