د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستو دوام او د نړیوالو رسنیو تبصرې


له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د عملیاتو یوه څنډه
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د عملیاتو یوه څنډه

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستل کېدو موضوع ته پام کړی دی.

په مقاله کې راغلي، پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې په دې هیواد کې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د روانو عملیاتو په ترڅ کې تر ۴۰۰ زرو ډیر افغانان خپل هیواد ته وتلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا شمېره تایید کړې اومقالې د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس په حواله لیکلي چې ډېر افغانان یې خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره د تورخم او سپین بولدک پر لارو ځي.

په پاکستان کې د اټکل له مخې ۱.۷ میلیونه افغانان اوسېدل چې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې هر هغه څوک چې مناسب اسناد نه لري، د اکټوبر تر ۳۱مې له دې هېواده ووځي کنه وبه نیول شي.

په مقاله کې دې خبرې ته اشاره شوې چې پاکستاني چارواکو ویلي چې نور ۱،۴ میلیونه افغانان چې د کډوالو په توګه ثبت شوي دي، د اندیښنې اړتیا نلري ځکه دوی به یوازي هغه خلک باسي چې قانوني اسناد نه لري.

په ۱۹۸۰ لسیزه کې ملیونونو افغانان په خپل هیواد د شوروي اتحاد د اشغال پر مهال پاکستان ته کډه شول. په ۲۰۲۱ کال کې وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک په خپل لاس کې واخیست، دا شمېر د پام وړ زیات شو.

د دوشنبې په ورځ سلګونو کسانو د چمن پولې ته غځیدلې مهمه لاره د لنډې مودې لپاره بنده کړه، د ترافیکو او یو شمیر افغانانو د بیرته ستنیدو مخه یې ونیوله.

په مقاله کې راغلي چې د چمن اوسېدونکو تکراري اعتراضونه کړي او له پاکستانه یې غوښتي، چې دوی ته د سوداګریزو فعالیتونو په خاطر د دوی ځانګړي جوازونه منلو ته دوام ورکړي او د افغانستان په سرحدي ښار سپین بولدک کې له خپلوانو سره د لیدو کتو اجازه ورکړي.

د نومبر له لومړۍ نیټې راهیسې، په پاکستان کې پولیس د کډوالو د اسنادو کتلو لپاره کور په کور ګرځي. پاکستاني چارواکو تر دې مخکې ویلي و چې په دې عملیاتو کې ټول بهرنیان شامل دي، خو ډېری یې افغانان دي.

یوروایشیا ریویو بیا د هغو افغانانو په اړه لیکلي چې افغانستان ته ستانه شوي.

په دې مقاله کې راغلي چې له پاکستانه ستنېدونکي افغان کډوال د ژمي پر مهال په افغانستان کې سرپناه، اوبو او خوړو ته اړتیا لري. په داسې حال کې چې د بشري مرستو د نشتوالي له امله په پاکستان کې مېشت افغان کډوال د ژمي په سړو میاشتو کې بېرته خپل وطن ته ستنېږي، مرستو ته اړتیا لري.

په دې مقاله کې راغلي چې دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا ۲.۵ میلیونه افغانان له پاکستانه وتلو ته اړ شوي دي. په سیمه کې د سازمانونو په وینا، د بشري مرستو پیسې یې پر ختمیدو دي.

د یوروایشیا ریویو په دې مقاله کې راغلي چې پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو له بېرته لېږلو وروسته د هغوی ژوند په خطر کې اچولی دی. دا پدې مانا ده چې د لیکوال په باور دوی نړیوالو بشردوستانه قوانینو ته لږ پام کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان پخپله له سیاسي او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG