د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

فوربس: په نړیواله کچه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي


د پولیو پر ضد یو واکسین کیدونکی پاکستانی ماشوم
د پولیو پر ضد یو واکسین کیدونکی پاکستانی ماشوم

فوربس مجلې لیکلي ۲۰۲۳ کال کې په نړیواله کچه د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې ښه پرمختګونه شوي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ په مخ له هغو دوو هېوادونو دي چې لا هم پکې د پولیو ویروس نه دی محوه شوی.

پولیو ویروس د انسان عصبي سیستم ته زیان رسوي او د فلج کېدو لامل ګرځي.

فوربس مجلې په خپله مقاله کې دا په ښه نیت یاده کړې چې روان کال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبت شوي، حال دا چې ۲۰۱۹ کال ۱۷۶ او ۲۰۲۰ کال ۱۴۰ پېښې تایید شوې وې.

فوربس لیکلي په دې شمېرو سره دا په څرګندیږي چې پولیو په نړیواله کچه ۹۹ اعشاریه ۹ فیصده محوه شوې دې ته په کتو چې په ۱۹۷۹ کال کې درې نیم لکه پولیو پېښې تایید شوې وې.

فوربس مجلې لیکلي چې دمګړۍ د پولیو د لومړۍ بڼې مرکزونه د افغانستان په ختیځ کې جلال اباد او د پاکستان په شمال ختیځ کې په جنوبي خیبرپښتونخوا کې دي.

فوربس داسې وخت روان کال په نړیواله کچه په تېره بیا افغانستان او پاکستان کې د پولیو د مبارزې په برخه کې د پرمختګونو یادونه کړې چې له پاکستانه افغانستانه د لکونو افغان کډوالو په راستنېدو د پولیو د پېښو د زیاتېدو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې دي.

د کاناډا چاپ ګلوب انډ مېل ورځپاڼې د هغې افغان جوړې په اړه یوه مقاله خپره کړې چې پاکستان کې د کاناډا د ویزې په تمه وو خو تازه بېرته افغانستان ته لیږل شوي.

ورځپاڼې لیکلي چې دا مېړه او ښځه د طالبانو له وېرې په پټه اوسیږي او په دې لټه کې دي چې څنګه د دویم وار لپاره له خپل هېواده وتښتي.

ګلوب انډ مېل په دې مقاله کې د یادې افغان جوړې هغو سختیو ته اشاره کړې چې په پاکستان کې پرې تېر شوي. له دې ډلې دا چې څنګه پاکستاني پولیسو له دوی پیسې غوښتې او ځورول به یې. دوی سره له دې چې د کاناډا د حکومت له خوا ورسپارل شوي ځینې اسناد هم پولیسو ته ښودل خو هغوی نه کتل.

پاکستان د نومبر له لومړۍ د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړه. تر دې دمه یې شاوخوا درې سوه او څلوېښت زره افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي. په دې ډله کې زرګونه هغه کسان هم شامل دي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له هېواده تښتېدلي وو. اکثر یې پخواني امنیتي ځواکونه او دولتي کارمندان وو. د پاکستان حکومت سره له دې د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه کړې چې ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مدافع سازمانونو په وار وار خبرداری ورکړی چې د پاکستان په دې کار سره به د ستنېدونکو افغانانو ژوند له خطر سره مخ وي.

XS
SM
MD
LG