د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

هېواد ته د ستنیدونکو افغانانو او هغلته د رسنیو پر وضعیت د نړیوالو مطبوعاتو تبصرې


له پاکستان څخه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان
له پاکستان څخه افغانستان ته یو شمېر ستانه شوي افغانان

انډپنډنټ ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې لیکلي چې له پاکستانه د بې اسناده کډوالو د ایستلو د بهیر له پیل سره به تر یو میلیون زیات افغانان خپل هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼې د روغتیا نړیوال سازمان وروستۍ خبرپاڼه راخیستې، چې خبرداری یې ورکړی، په پام کې ده شاوخوا ۱،۳ میلیونه افغانان له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د روغتیا نړیوال سازمان د دغه شمېر افغانانو د ستنېدو په اړه خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې هوا پر سړېدو ده او د بشری حقونو یو شمېر سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو د اسلام اباد پر هغه پرېکړه چې بې اسناده افغانان له خپلې خاورې باسي، نیوکه کړې ده.

انډیپنډنټ لیکي چې د یوې میاشتې له تېرېدو وروسته، پاکستاني پولیسو د نومبر له لومړۍ نېټې د کډوالو د اسنادو د کتلو لپاره کور په کور تلاشي پیل کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې پاکستان په ۱۹۷۹-۱۹۹۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د افغانستان د اشغال پر مهال د میلیونونو افغان کډوالو کوربه و. د ورځپاڼې په وینا په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر زیات شو.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان حکومت اعلان کړی چې هغه ۱.۴ میلیونه افغانان چې له دوی سره د کډوالو په توګه ثبت دي باید اندېښنه ونه کړي ځکه چې د دوی د اوسیدو د اسنادو موده تر ډسمبر میاشتې پورې غځول شوې ده.

انډیپنډنټ ورځپاڼې د چارواکو په حواله لیکلي چې په تیرو څو اونیو کې ۳۴۰ زره افغان کډوال چې له کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېدل، بیرته افغانستان ته ستانه شوي دي. ورځپاڼه لیکي چې اکثره دغو افغانانو ویلي چې دوی ته باید ډیر وخت ورکړل شوی وای ځکه دوی اوسمهال په افغانستان کې کورونه نه لري او نه پوهیږي چې څنګه خپل ژوند له سره پیل کړي.

آی فیکس خپرونې د افغانستان د خبریالانو مرکز (AFJC) هغه راپور ته کتلي چې د شنبې په ورځ خپور شوی دی. په دې راپور کې د روان ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې د پرتو خنډونو په اړه توضیحات ورکول شوي دي.

د آی فیکس خپرونې په مقاله کې د دې راپور په اړه لولو چې د خپلواکو رسنیو پر وړاندي په مخ پر زیاتیدونکو خنډونو او د خبریالانو په نیول کیدو کې د اندیښنې وړ زیاتوالی راغلی دی.

وروسته لولو چې دا راپور د ۲۰۲۳ کال د مارچ له ۲۱ څخه د نومبر تر ۱۷ نیټې پورې په ټولو ولایتونو او پلازمینه کابل کې د رسنیو په عملیاتو کې پراخ خنډونه په ګوته کوي.

په دې مقاله کې راغلي چې د افغانستان د خبریالانو مرکز د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د رسنیو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۷۵ پېښې ثبت کړې دي. په دې پېښو کې د خبریالانو د نیول کېدو ۳۳ پيښې او په ۴۲ مواردو کې د رسنیو د کارکوونکو د ګواښل کېدو پيښې شاملې دي. د راپور له مخې ډیری خبریالان د طالبانو استخباراتو نیولي دي او یو شمېر نورې ادارې په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او کلتور اداره هم د خبریالانو او رسنیو په ګواښلو کې ښکیله دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG