د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

له پاکستانه خپلې خاورې ته د راستانه شوېو افغان کډوالو ستونزې


وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې له پاکستانه خپلې خاورې ته د ستانه شوېو افغان کډوالو ستونزو ته په یوه مطلب کې پام اړولی او لیکي:

له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو خرابوالي، په پاکستان کې مېشت ډېر افغان کډوال اړ کړي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي چې دغه پراخ بهیر پر افغانستان چي له ګڼو امنیتي ستونزو سره مخ دی، فشارونه نورهم زیات کړي دي.

د ورځپاڼې په لیکنه تېر کال له ۶۰۰ زرو زیات افغانان چې څو لسیزې یې په پاکستان کې په قانوني یا غیرقانوني توګه د کډوالو په توګه ژوند کړی، بېرته افغانستان ته ستانه شول.

خو له هغو سیمو سره چې دغو نویو ستانه شویو په‎کې اړولې دوی ډېرې کمې اړیکې لري او نه هم د بیا میشتېدو لپاره ورسره مرسته کېږي.

پر نړیوالو مرستندویه ټولنو چې تېر کال په هېواد کې دننه د جګړو له امله شاوخوا نیم میلیون بې ځایه شوېو ته د لومړنیو مرستو رسول ورله غاړې دي، دغو له پاکستانه ستانه شویو فشارونه نور هم زیات کړی او نه‎شي کولای چې د هغوی لاس‎نیوی وکړي.

دغه حالت ته په پام سره ډېر ستانه شوي له مالي مرستو پرته سږ ژمۍ په سختي تیروي.

مغفورالله خادم چې وروستی ځل یې افغانستان لیدلی و، اوه کلن و او دا هغه وخت و چې افغانستان په ۱۹۷۹ کال شوروي اشغال کړی و او کورنۍ یې اړ شوې وه چې له دې هېواده وتښتي.

ښاغلي خادم وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې پر حکومت په دې خاطر ډېر په غوسه دی چې د دوی له نوې ستنه شوې ټولنې سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

خادم چې د کابل په شمالي څنډه باریکاب سیمه کې له شاوخوا درې نیم سوه کورنیو سره په خیمو کې اړولي وایي، حکومت یو ګیلاس اوبه هم نه‎دي ورکړي.

د وال سټريټ ژورنال په لیکنه دغو ستانه شویو چې د لویو ښارونو په څنډو کې یې په غیر رسمي میشت ځایونو کې اړولي د ژوند لپاره د لومړنیو موادو بیې لوړې کړي او هم یې د کار موندلو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي.

ملګري ملتونه او نورو مرستندویه ټولنې اټکل کوي چې ورته شمېر کډوال به سږ میلادي کال هم له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې په افغانستان کې د یوه امریکایي د یرغمل کېدو پېښه څیړلې او لیکي:

د ماساچوسیت اوسیدونکې جن لارسون Jane Larson د لومړي ځل لپاره تائید کړه چې مېړه یې په افغانستان کې یرغمل شوی دی.

مېرمن لارسون ویلي چې مېړه یې ۷۴ کلن پاول اوربي Paul Overby د ۲۰۱۴ کال په مې میاشت کې هغه وخت تری تم شو چې د افغانستان له ختیځ خوست ولایته پاکستان ته اوښت.

هغې ویلي چې مېړه یې غوښتل چې د حقاني شبکې له مشر سراج الدین حقاني سره مرکه وکړي.

د نیویارک ټایمز په لیکنه دا افغانستان ته د ښاغلي اوربي اتم سفر و چې د مېرمنې په وینا هغه له دې هېواد سره ډېره مینه لرله او پر افغانستان د شوروي د اشغال په اړه یې د پاکې وینې په نوم یو کتاب هم لیکلی و.

مېرمن لارسون وايي، دا ګومان کوي چې مېړه به یې د حقاني شبکې برمته کړی وي او یرغملو ته خواست کوي چې پر هغه ورحمېږي ځکه چې له افغانستان سره د هغه پر ژورې مینې سربیره قران یې هم مطالعه کړی و.

XS
SM
MD
LG