د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۲

ګارډین: پر نړیوالو ځواکونو د افغان سرتېرو حملې بې باوري زیاتوي


ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې، کابل ته نږدې د دوو امریکاييانو د وژل کېدو په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، د ناټو ځواکونو کلک تدابیر نیولي وو چې پر نړیوالو پوځیانو د افغان سرتېرو له لیکو د حملو مخه ونیسي، خو په وروستۍ حمله کې بیاهم یو تن چې د ملي اردو یونیفورم یې په غاړه و، دوه تنه امریکايي پوځیان په ډزو ووژل.

ګارډین لیکي، دې حملې وښوده چې په دې برخه کې د ناټو تدابیرو ونشو کړای پر نړیوالو سرتېرو د دې ډول حملو مخنیوی وکړي.

د ګارډین مطلب زیاتوي چې دا وژونکې حملې د افغان او نړیوالو پوځیانو ترمنځ بې اعتمادي هم زیاتوي.

فارن پالیسي:

فارن پالیسي خپرونې هم په خپله پرونۍ ګڼه کې د همدې موضوع په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، که ثابته شي چې بریدکوونکی په رښتیا افغان سرتېری دی، نو دا به په افغانستان کې د امریکا د پنځلس کلنې جګړې د هغه پړاو ترخې خاطرې بیا راژوندۍ کړي چې دا ډول حملې په زیات شمېر کېدلې.

د فارن پالیسي په وینا دا حمله یوه بله ویره هم رامنځ ته کوي چې په افغانستان کې د امریکايي سلاکارانو هغه تصور ناسم و چې پر نړیوالو پوځیانو د افغان ځواکونو له لیکو حملې یې د ماضي خبره بلله.

خپرونه وړاندې لیکي چې په پخوا وخت کې د دې ډول حملو علتونه تر ډېره شخصي اختلافونه او ناندرۍ وې خو د وروستۍ حملې علت تراوسه نه دی روښانه شوی.

هیومن رایټس واچ:

د بشري حقونو د څار ټولنې- هیومن رایټس واچ په خپله پرونۍ ګڼه کې هیواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو موضوع څېړلې ده.

خپرونه په کابل کې د راستنېدونکو کډوالو د نوم لیکنې له یو مرکز څخه په راپور کې لیکي چې هلته څو ښځې- هره یوه له څو ماشومانو سره په لیکو کې ناستې او مرستو ته په تمه دي.

دوی وايي چې هېواد ته له ستنېدو مخکې د ترکیې حکومت پنځه ویشت پنځه ویشت ډالر ورکړل او ژمنه یې وکړه چې هېواد ته له ستنېدو وروسته به نورې مرستې هم ورسره وشي، خو د هیومن رایټس واچ خپرونه لیکي چې د کډوالو نړیوال سازمان ای او ام د دې افغانانو د امیدونو شیشه ور ماته کړه او دوی ته یې ویلي دي چې د نړۍ هیڅ حکومت د نورو مرستو ژمنه نه ده کړې.

د بشري حقونو د څار د ټولنې خپرونه لیکي چې په کابل کې د ټولو راستنو شویو کډوالو کیسه تقریباً ورته ده او زیاتوي چې د سږني کال له پیله پاکستاني چارواکو او پولیسو پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړل چې په پای کې یې لسګونه زره افغانان له پاکستانه وتلو ته اړوتل او خپل هېواد ته ستانه شول.

د هیومن رایټس واچ د خپرونې خبریال چې په کابل کې د راستنېدونکو کډوالو په مرکز کې له یوشمېر راستنو شویو افغانانو سره خبرې کړې لیکي دا کډوال لاهم هیله من دي چې نقدي مرستې به لکه څنګه چې هېواد ته له راستنېدو مخکې ژمنه ورسره شوې وه دوی ته ورکړل شي او وایي، د کډوالو د نړیوال سازمان د چارواکو له څرګندونو سره سره نه ناامیده کېږي.

XS
SM
MD
LG