د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

" د افغان ښځو مقاومت او استقامت په نړیواله کچه د پام او ستاېنې وړ ګرځېدلی "


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

دي هیل ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغان ښځو د هڅو او د طالبانو په رژیم کې د ظلم پر وړاندې د هغوی د مقاومت په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي چې افغان ښځې په داسې نابرابره حالت کې له یوې ستونزمنې لارې تیریږي چې حقونه یې په منظم ډول له منځه ځي.

د ورځپاڼې په باور، د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان ښځو، په تېره بیا د خبریالانو، فعالانو او د هغو کسانو لپاره چې خپل غږ پورته کوي، مدني او ټولنیز واټن کمېږي.

د دي هیل د مقالې لیکوال زیاتوي چې طالبانو د شاوخوا ۹۰ فرمانونو په صادرولو سره د زده کړو، کار، د تګ راتګ ازادۍ، کارموندنې، له جنسیتي تبعیض څخه د دفاع، سیاسي او ټولنیز ګډون، طبي خدمتونو ته د لاسرسي او د بیان ازادۍ په برخو کې د ښځو حقونه محدود کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا، په داسې شرایطو کې افغان ښځې چپه خوله نه دي او سړکونو ته راوتلي او د هغو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې غږ پورته کړی چې له دوی څخه په ناروا ډول اخیستل شوي دي.

د ورځپاڼې د مقالې په یوه بله برخه کې لولو چې افغان ښځو په دې مقاومت او زغم سره هغه انځور غلط ثابت کړ چې د ترهګرۍ پر ضد د ناټو د جګړې پر مهال د دوی د غیرفعاله قربانیانو په توګه جوړ شوی و.

ورځپاڼه زیاتوي، همدا لامل دی چې په هره غونډه او سیمینار کې که د تړلو دروازو تر شا وي یا په عام محضر کې، د افغان ښځو مقاومت او استقامت د پام د ستاینې وړ ګرځېدلی دی.

د ورځپاڼې په وینا افغان میرمنو نه یوازې خپله لاره نه ده ټاکلې، بلکې نارینه یې هم د سولې او ازادۍ پر لور رهبري کړي دي. د ورځپاڼې په وینا دا وضعیت د افغان ښځو په اړه په تاریخي نظر کې د جدي بدلون ښودنه کوي.

اکانومیست مجلې په خپله وروستۍ ګڼه کې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو په اړه مقاله خپره کړې او لیکلي یې دي چې یو شمېر هغه افغانان چې ژوند ته یې د تهدید له کبله له هېواده وتلي وو، اوس په زوره بېرته خپل هېواد ته استول کېږي.

د مقالې د لیکوال په باور، دا افغانان به په خپل هیواد کې له خطر سره مخامخ شي.

اکانومیست مجلې د امېد په نوم د یوه افغان ژباړونکي کیسه خپره کړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته د رسېدو وروسته له افغانستانه وتلی دی.

هغه او کورنۍ یې له پولې واوښتل او په پاکستان کې یې تر هغه وخته ژوند کاوه چې لویدیځ ته یې د کډوالۍ اسناد نه وي بشپړ شوي.

د مقالې لیکوال لیکلي چې امېد، مېرمن یې نفیسه او درې کوچنیان یې پر مځکه ناست ول او ډوډۍ يې خوړه چې دروازه یې وټکېده او غږ ورته وشو چې پولیس دي او دروازه باید پرانیزي.

اکانومیسټ مجله لیکي چې د امېد د کورنۍ کیسه د هغو شرایطو یوه بېلګه ده چې په پاکستان کې زرګونو افغان کډوال ورسره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG