د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۲ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

ګالوپ: په افغانستان کې د ښځو لپاره ازادي ختمېږي


په کابل کې د معترضو ښځو د اعراضیه غونډې انځور. 2023.03.07
په کابل کې د معترضو ښځو د اعراضیه غونډې انځور. 2023.03.07

​ګالوپ:

ګالوپ پر خپل ویبپاڼې افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د د یوې تازه سروې په پایلو لیکنه خپره کړې چې سرلیک یې دی "په افغانستان کې د ښځو لپاره ازادي ختمېږي، خو کړیېدل یې پر خپل ځای پاتې دي."

لیکنه وايي، په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې دننه افغان ښځو او نجونو لپاره او هم د هغو زرګونو کډوالو افغان ښځو او نجونو لپاره چې د اسنادو نه لرلو له کبله یې پاکستان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته تګ ته اړباسي لرلید تیاره پاتې دی.

ګالوپ وايي، په ۲۰۲۱ م کال کې افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهېسې د ګالوپ پرله‌پسې سروې ګانې ښيي چې ښځې دغلته له کړاو سره مخ دي او ډېر فکر نه کوي چې په افغانستان کې ښځو سره د هغوی د حقونو سره برابر چلند کېږي.

ګالوپ په دې اړه د خپلې یوې وروستۍ سروې د پایلو پر بنسټ وايي، هغه افغان ښځې چې دوی وروسره په جولای میاشت کې مرکې کړي یوازې یولس سلنه یې وايي چې دوی په خپل ژوند کې د پرېکړو د کولو لپاره له ورکړل شوې ازادۍ راضي دي.

د خپرونې په وینا، دا شمېر نه یوازې په افغانستان کې په بې‌ساري توګه کم دی بلکې د بلې هرې هغې ټولنې یا هېواد پرتله کم دی چې ګالوپ سروې کړي دي.

ګلوب اینډ مېل:

کاناډايي ګلوب اینډ مېل ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د یو استاد شعیب رحیم تبصره خپره کړې ده چې وايي، پاکستان او ایران د افغانستان ګاونډیان دي، خو د افغان کډوالو سره د دې هېوادونو چلند د شرم وړ دی.

په تبصره کې له دې دواړو هېوادونو سره د افغانانو شریکو کلتوري، فرهنګي او دودیزو شراکتونو ته اشاره شوې او د افغان کډوالو پر ضد د پاکستان او ایران وروستي اقدامات یاد شوې چې د لیکوال په وینا دې دواړو ګاونډیانو ته د شرم وړ دي.

واشنګټن پوسټ:

واشنګټن پوسټ بیا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان پر اړیکو یوه لیکنه خپره کړې ده چې سرلیک یې دی "د طالبانو بریا پاکستاني وسله‌وال هڅولي او وژونکي بریدونه زیات شوي دي."

ورځپاڼه وايي، هغه پاکستاني چارواکي چې فکر یې کاوه چې پاکستاني طالبانو نور جدي ګواښ نه شې پېښولی په تاوتریخوالي کې راغلي زیاتوالي حیران کړي دي.

XS
SM
MD
LG