د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۷

ریلیف: خپل هېواد ته ستانه شوي شاوخوا ۵۰۰ زره افغانان بېړنۍ مرستې او کارموندنې ته اړ دي


افغانستان ته یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان
افغانستان ته یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان

ریلیف ویب خپرونې په یوه مقاله کې د مرستندویه ادارو په حواله لیکلي چې شاوخوا ۵۰۰ زره راستانه شوي افغانان، له دې امله چې له ژمي څخه وژغورل شي، خوراکي توکیو، سرپناه او د کارموندنې فرصتونو ته اړتیا لري.

په وروستیو میاشتو کې سلګونو زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د ریلیف ویب د مقالې له مخې، په افغانستان کې نهو فعالو غیر دولتي ادارو له نړیوالې ټولنې او بشري مرستندویانو څخه غوښتي چې ژر تر ژره دې افغانستان ته له ستنېدونکو کورنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي چې ډاډ ترلاسه شي چې دوی د ژمي له سړې هوا څخه ژغورل کیږي.

کيیر انټرنیشنل، د ډنمارک د کډوالو شورا، انټرسویس، د ژغورنې نړیوالې کمیټې، اسلامیک ریلیف ورلډ وایډ، مرسي کور، د ناروې د کډوالو شورا، د ماشومانو د ژغورنې ادارې (سېف دي چلدرن) او ورلډ ویژن انټرنیشنل دا غوښتنه کړې ده.

د مقالې په دوام کې راغلي، دغو سازمانونو د افغان کډوالو له کوربه هيوادونو هم غوښتي چې افغانستان ته د دغو کډوالو تر خوندي ستنيدو پورې دوی ته پناه ورکړي.

د ریلیف ویب په خبره، له هغه راهیسې چې پاکستان د بې اسنادو بهرنیو کډوالو د ایستلو امر کړی، نږدې نیم ملیون افغانان د پولې له هاخوا افغانستان ته ستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، له پاکستانه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو ترڅنګ له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر هم زیات شوی دی.

فارن پالیسي خپرونې په یوه مطلب کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر پر سفر بحث کړی دی.

د پاکستان دغه چارواکی د یکشنبې په ورځ امریکا ته ولاړ او د چهارشنبې په ورځ یې د دغه هېواد له دفاع وزیر لویډ اسټن سره وکتل.

په دې مقاله کې راغلي چې له نسبتاً ښو اړیکو سره - سره، له ځینو ترهګرو ډلو څخه د پاکستان د پوځ د ملاتړ غوندي مسایلو په خاطر د امریکا او پاکستان تر منځ ترینګلتیا شته.

فارن پالیسي خپرونې په یوه مطلب کې امریکا ته د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر پر سفر بحث کړی دی.

دغه پاکستانی چارواکی د یکشنبې په ورځ امریکا ته ولاړ او د چهارشنبې په ورځ یې د دغه هېواد د دفاع له وزیر لوېډ اسټن سره وکتل.

په دې مطلب کې راغلي چې له نسبتاً ګرمو اړیکو سره سره، د ځینو ترهګریزو ډلو څخه د پاکستان د پوځ د ملاتړ په څېر مسلو له امله د امریکا او پاکستان ترمنځ کړکېچ شته.

لیکوال د فارن پالیسي په دې مقاله کې لیکلي، منیر به واشنګټن ته د خپل سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه ګډې اندیښنې څرګندې کړي چې په هغه هیواد کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په مشرۍ د خوځښتونو د بیا راژوندي کیدو سره د مبارزې لپاره مرسته ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار وار د افغانستان له دننه څخه د ترهګرو د ګواښ په اړه د پاکستان د حکومت اندېښنې په کلکه رد کړي او ویلي یې دي اجازه به ورنه کړي چې له افغانستانه د پاکستان په ګډون، ګاونډي هېوادونه له ګواښ سره مخامخ شي.

فارن پالیسي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د پاکستاني ځواکونو وروستي مرګوني برید ته په اشاره لیکلي، د پاکستاني چارواکو په وینا، د سه شنبې په ورځ د قوس په ۲۱مه په دغه برید کې د پاکستان لږ تر لږه ۲۳ پوځیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG