د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۴

ټایمز اف انډیا: پاکستان افغان کډوال په داسې وخت وباسي چې هېواد کې یې ژمی روان او بېوزلي زیاته ده


له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوې افغان کورنۍ
له پاکستانه یو شمېر تازه اېستل شوې افغان کورنۍ

د هند ټایمز اف انډیا ورځپاڼې پرون د ملګرو ملتونو پر هغې غوښتنې لیکنه خپره چې له پاکستانه یې د بې اسناده افغانانو د جبري اخراج د بندولو لپاره کړې ده، په ځانګړي ډول اوس چې ژمی راروان دی او په افغانستان کې بېوزلي هم زیاته ده.

د ټایمز اف انډیا په لیکنه، که څه هم له پاکستانه نورو سازمانونو او حکومتونو هم دا غوښتنې کړي، خو د پاکستان موقت حکومت د بې اسناده افغانانو د اخراج پروسه بیا هم نه ده درولې.

د لیکنې له مخې، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ، د پاکستان له حکومته غوښتي چې د څه باندې یو ملیون بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج بهیر ودروي.

ځینو نړیوالو بنسټونو ویلي چې د نومبر میاشتې له لومړیو چې پاکستان د بې اسناده افغانانو ډله ییز اخراج پیل کړی، تر اوسه څه باندې څلورسوه زره افغانان، افغانستان ته ایستل شوي دي.

د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې په لیکنه، پاکستاني چارواکو مخکې ویلي وو چې په دغه هېواد کې د دېره افغان کډوالو شمېر څلورو ملیونو او څلورو لکو ته رسېږي چې له ډلې یې شا و خوا یو ملیون او اووه لکه یې بې اسناده دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د بشري حقونو ځینو فعالانو د پاکستان سترې محکمې ته عریضه کړې چې د پاکستان حکومت د بې اسناده افغانانو د ډله ییز اخراج مخه ونیسي، خو بیا هم معلومه نه ده، چې ستره محکمه به کله پر دغې عریضې غور کوي.

دي نشنل (The National):

دي نشنل ورځپاڼې چې له سکاټلنډ څخه خپرېږي په یوه مقاله کې ویلي چې په سکاټلنډ کې یوې خیریه موسسې په هرات کې سلګونو زلزله ځپلیو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي چې د ګلاسکو افغان یونایټېډ په نوم دغه موسسه چې د کډوالو له جوا جوه شوې غواړي په هرات کې د تېرې میاشتې د خونړۍ زلې له څه باندې ۵۰۰ بېکوره شویو سره مرسته وکړي.

دغه زلزله چې د لومړۍ هغې شدت د ریښتر په مقیاس شپږ اعشاریه درې درجې و، په هرات کې څو کلي له خاورې سره خاورې کړي، سلګونه کسان یې مړه او زرګونه نور ټپیان کړل.

د ګلاسکو افغان یونایټېډ په نوم د دغې موسسې یوه کارکوونکي عبدال بوستاني دي نشنل ورځپاڼې ته ویلي، هغه کسانو چې پخوا یې لږ څه په واک کې لرل، اوس هېڅ هم نه لري او مرستو ته سخت اړ دي.

بوستاني ویلي، په داسې حال کې چې ژمی راروان دی، د خلکو عاجلې اړتیاوې لا زیاتې شوې دي.

د سکاټلنډ دي نشنل ورځپاڼه زیاتوي، په هرات کې خلک تر زلزلې مخکې هم له ستونزو سره لاس و ګرېوان وو، ځکه د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته د دغه هېواد اقتصادي وضعیت کړکېچن شو او له افغانستان سره کېدونکې بهرنۍ مرستې خورا زیاتې کمې شوې.

ورځپاڼه زیاتوي، په ټول افغانستان کې سختې بېوزلۍ زیات کسان اغېزمن کړي چې د خوارځواکۍ په څېر د سختو روغتیايي ستونزو سبب کېږي.

دي نشنل د مقالې په دوام راغلي چې ښاغلي بوستاني ویلي په افغانستان کې اوسنی بحران او هغه ویجاړي چې زلزلو پېښه کړي، په لوېدیځ کې د خبرونو په سرلیکونو بدل شوي، خو په لوېدیځو هېوادونو کې به خلک د کړاو په هغه حجم خبر نه وي چې د هرات خلک یې ګالي.

XS
SM
MD
LG