د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

په افغانستان کې د کاناډا د ډیپلوماتیک حضور پیلولو په اړه د ګلوبل نیوز تبصره


د کاناډا بیرغ
د کاناډا بیرغ

یو پخوانی کاناډايي ډپیلومات وايي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې اوتاوا د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې ډپیلوماتیک حضور له سره پیل کړي.

دا د کاناډايي ورځپانې ګلوبل نیوز سرلیک دی.

ورځپانې وړاندې په مطلب کې د افغانستان لپاره د کاناډا د پخواني سفیر عارف لالني د یوې مرکې هغه برخه راخیستې چې وايي، کاناډا په هغه هېواد کې چې دولس کاله يې سرتېرو هلته جګړه کړې لومړي لاس معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

د لالنې په خبره: "د دې امکان شته، چې موږ په افغانستان کې مستقیماً پرته له دې چې د طالبانو ملاتړ مو کړی وي، له افغانانو سره مرسته وکړو."

ورځپانې د لالني هغه خبره هم راخیستې چې وايي: "موږ باید د دې وړتیا ولرو چې خپله د ځان لپاره پریکړه وکړو او هغه څه چې په افغانستان کې پېښېږي له هغې نور هم خبر کړو."

د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ځینو هېوادونو له هغې ډلې ایران، پاکستان، روسیې، چین او ځینو نورو د طالبانو له خوا وراستولي ډیپلوماتان منلي دي.

استرالیايي سیډني مارنینګ خپرونې په خپل یو راپور کې په هند کې د روان نړیوال کرکټ جام ته کتنه کړی دی.

په راپور کې راغلي، د استرالیا د کرکټ د وتلي ستوري ګلین مکسویل معایناتو ښودلې چې هغه په نیمه پایله کې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبېدلی شي.

مکسویل د افغانستان پر وړاندې سیالۍ کې سره له دې چې ټپي و وتوانېده ۲۰۱ منډې جوړې کړي او خپل ټیم بریا ته ورسوي.

د اسټرالیا د ټیم کپټان پټ کامینز د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفراس کې تایید کړه چې د ماکسویل د معایناتو پایلې ښودلې چې هغه د سویلي افریقا پر وړاندې لوبیدو ته چمتو دی.

د خپرونې په ټکو، دا لومړی ځل ده چې د اسټرالیا د ټیم ټول ۱۵ لوبغاړي په دې سیالیو کې لوبېدو ته چمتو دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG