د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې

میامي هیرالډ:

میامي هیرالډ ورځپاڼه لیکي، د اروپا لپاره د ناټو یوه پخواني قوماندان د دې سربېره د امریکا د متحد ایالتونو او طالبانو د خبرو اترو ملاتړ وکړ چې ځینو ته دا خبرې ښې نه ښکارې.

د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي ټوماس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې رینا امیري په مشرۍ پلاوي د یکشنې او دوشنبې په ورځو د قطر په پلازمینه دوحه کې د طالبانو له استازیو سره وکتل.

ټوماس وېسټ تر دې لیدنو کتنو وروسته په ټویټر کې ولیکل چې د طالبانو له پلاوي او افغان تکنوکراتانو سره یې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول شمولیت او له نشه‌يي موادو سره د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

جیمز سټاو ریډیس چې د امریکا په سمندري ځواکونو کې یې نږدې څلوېښت کاله کار کړی او له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۳م پورې د ناټو قوماندان و په ټویټر کې د دوحې د خبرو ملاتړ کړی دی.

میامي هیرالډ ورځپاڼه لیکي چې دې قوماندان د دې سربېره د امریکا او طالبانو د خبرو اترو حمایت کړی چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې پرمختګ په‌کار دی او د هغو کسانو ننګه باید وشي چې له امریکایي ځواکونو سره یې په تېرې شل کلنې جګړې کې کار کړی دی.

قوماندان ستاوریډیس لیکي چې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره او د هغو افغانانو د ایستلو لپاره چې په تېرې شل کلنې جګړې کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی، په‌کار ده چې له طالبانو سره خبرې وشي.

ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راپه‌دې خوا چې طالبانو کابل نیولی، د اسلامي هېوادونو په شمول هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او د طالبانو له لورې یې پر نجونو او ښځو لګېدلي بندیزونه غندلي دي.

ډیپلومات:

د لوېدیځ بلې چاپي خپرونې، ډیپلومات د خبریالې کاټرین پاټز لیکنه خپره کړې چې له حسن عباس سره د مرکې پر بنسټ لیکل شوې ده.

حسن عباس پاکستانی امریکایی دی چې د بینظر بوټو او پروېز مشرف د حکومتونو پرمهال یې په پاکستان کې کار کاوه.

ده په وروستیو کې په دې نوم کتاب ولیکه چې 'افغانستان ته د طالبانو بیا ستنېدنه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته.'

لیکوالې له حسن عباس څخه پوښتنه کړې چې څرنګه یې په خپل کتاب کې له نړیوالو غوښتې چې د دې پرځای چې طالبانو ته شا کوي، له دوی سره دې تعامل وکړي.

حسن عباس وایي چې دا وړاندیز یې د دې لپاره کړی چې په نورو ډېرو هڅو نړیوال ستړي شول، شل کاله له طالبانو سره جګړه وشوه اخر د سولې خبرې ورسره وشوې.

عباس زیاتوي چې طالبانو ژمنه کړې چې نړیوال ترهګر په افغانستان کې نه پرېږدي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو کې مداخله وکړي.

د حسن عباس له دې خبرې سره د ده د پلرني هېواد چارواکي همنظره نه دي، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سې شنبې په ورځ وویل چې د افغان طالبانو حکومت باید جدي ګامونه واخلي او دا خبره نوره ونه کړي چې د افغانستان خاوره خوندې ده او ترهګر نه پرېږدي چې استفاده ترې وکړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG