د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۴

ماموندزی: په هند کې د افغان سفارت له تړل کیدو سره یوه طلایي دوره پای ته رسیږي


په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ
په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت ودانۍ

یو شمېر هندي او لوېدیځو ورځپاڼو په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د بندېدو په اړه لیکنې خپرې کړې دي.

د برېتانیا انډیپینډنت ورځپاڼې لیکلي، طالبان به په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت ونیسي خو د افغانستان سفارت د بندېدو اعلان وکړ.

ورځپاڼې په ډیلي کې د افغانستان د سفارت د ودانۍ عکس خپور کړی چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ پرې رپیږي.

انډیپندنټ د افغانستان د سفارت هغه اعلامیه هم خپره کړې چې د جمعې په ورځ یې خپره کړه او په ترڅ کې یې اعلان وکړ چې د هند د حکومت د نه ملاتړ له کبله یې د پنجشنبې له ورځې سفارت په کامل ډول بند کړی دی.

په همدې منځ کې د هند لپاره د افغانستان سفیر فرید ماموندزی چې د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوري ګومارل شوی و، وايي چې د هند او طالبانو ترمنځ به اړیکې ټینګې شي.

ماموندزي پرون (جمعه) انډیپنډنټ ورځپاڼې ته وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان جمهوریت سفارت په هند کې خپلې دروازې بندوي، یوه طلايي دوره ورسره پای ته رسیږي، طالبان به اوس دا سفارت چې په تېرو دوو کلونو کې یې له کنټروله وتلی و، ترلاسه کړي.

ده د ګیلې په توګه د افغانستان له پخواني منتخب حکومت سره د هند نه همکارۍ ته په اشارې ویلي چې د هند او طالبانو ترمنځ همکاري ښيي چې څنګه ارزښتونو ته له کتو پرته د شخصي ګټو په خاطر اتحادونه جوړېږي.

ورځپاڼه وايي، هڅه یې وکړه چې د دې موضوع په اړه د هند له بهرنیو چارو وزارت سره تماس ونیسي خو بریالۍ نه شوه.

انډیپنډنت د دې لیکنې په پای کې کښلي، په ډیلي کې د افغانستان د سفارت کارکوونکي د پخواني جمهوري حکومت له لوري ګومارل شوي وو خو د پخواني حکومت له پرزېدو وروسته یې مالي ستونزې لرلې.

د دغه سفارت بندېدا په هند کې د افغانستان د جمهوري حکومت د دوه ویشت کلن حضور پای ګڼل کېږي.

د افغانانو په تړاو د برېتانیايي ورځپاڼو یوه بله موضوع په دغه هېواد کې د هغو افغانانو د مېشتولو ده چې له دوو کلونو راهیسې هلته اوسي خو کورونه نه دي ورکړل شوي.

همپشایر ورځپاڼې د دې ستونزې د حل کولو لپاره د دغه ښار (همپشایر) د ښاروال څرګندونې خپرې کړي چې وايي، د ۶۰۰ زره کورونو د جوړولو او ترمیمولو پرېکړه یې تصویب کړې ده.

په دې کورونو کې به افغان او اوکرایني کډوال مېشت کړل شي.

په برېتانیا کې یو شمېر افغان کډوال د دې لپاره چې کورونه ورته نه موندل کېدل، ډېره موده په هوټلونو کې پاتې شول. دې موضوع ډېر انتقادونه وپارول خو اوس دا ستونزه په تدریجي ډول حل کېږي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG