د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

" یو شمېر پاکستاني چارواکو او پولیسو د افغان کډوالو شتمنۍ او مالونه لوټلي"


له پاکستانه ایستل شوې افغان کورنۍ
له پاکستانه ایستل شوې افغان کورنۍ

د فارین افیرز خپرونې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په اړه لیکنه کړې ده.

خپرونه لیکي د ۲۰۲۳ م کال د نومبر له لومړیو راهېسې چې د پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د وتلو لپاره ورکړل شوی وخت پوره شوی، د پاکستان پولیسو او ځايي چارواکو دغلته د میشتو افغان کډوالوبې ساري ځپل پیل کړي دي.

وړاندې ویل شوي دي، پاکستاني پولیس ان هغه افغانان هم ځوروي او نیسي یې چې قانوني اسناد لري او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو کمېشنرۍ سره ثبت دي.

د فارین افیرز په وینا ، په دې لړ کې د یو شمېر افغان کډوالو شتمنۍ او مالونه د ځايي چارواکو او پولیسو له خوا لوټل شوي دي او اټکل کیږي چې ۴۵۰ زره افغانان به چې ډیر یې د ژوند د خوندیتوب لپاره پاکستان ته کډه شوي وو، بیرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړی شوي وي.

د پاکستان دولتي راډیو د یکشنبې په ورځ په یوه اعلان کې وویل چې له دې هېواد څخه د بې اسنادو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ۲۰۲۳ م کال له نومبر څخه د جنورۍ میاشتې تر اوومې نیټې شاو خوا ۴۶۰ زره تنه افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي .

په اعلامیه کې ادعا شوې ده چې دا بهیر په " مصونه او باعزته" توګه دوام لري.

خو لسګونو هغو افغان کډوالو چې له پاکستان څخه ایستل شوي دي، په وروستیو اوونیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پولیسو او مامورینو له خوا ورسره زور زیاتی شوی، ځورول شوي او له ځینو یې مالونه اخیستل شوي دي.

فارین افیر خپرونه لیکي، له پاکستان څخه د بې اسنادو افغان کډوالو جبري ایستل تر ډیر په غیرې قانوني کډوالۍ پورې تړاو نه لري؛ بلکې د خپرونې په باور د اسلام اباد او په کابل کې د افغان طالبانو ترمنځ د زیاتیدونکو اختلافاتو سره اړه لري.

لیکوال وايي، په افغانستان کې په ۲۰۲۱ م کال کې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د پیل راهېسې په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه زیات شوي دي.

فارین افیرز وايي، د پاکستان حکومت افغانستان کې د طالبانو له حکومت غواړي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد دې اقدام وکړي، خو د طالبانو تر واک لاندې کابل بیا له اسلام اباد څخه غواړي چې د پاکستاني طالبانو سره دې خبرې وکړي او د هغوی غوښتنو ته دې پام وکړي.

پاکستاني چارواکو په وروستیو کې پرلپسې ادعاوې کړي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي افغانستان کې امن ځایونه لري او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي پر ضد مبارزه کې همکاري نه ده کړې، خو د طالبانو حکومت بیا دا ادعاوي ردوي او وايي د افغانستان له خاورې چا ته په بل هېواد کې د مداخلې اجازه نه ورکوي، او ویاند یې ذبیح الله مجاهد وايي، دوی په پاکستان کې د امنیت ساتلو مسول نه دي.

د ESPN کریک انفو ویب پاڼې بیا د کرکټ د راتلونکو څو هغو نړیوالو لوبو په اړه لیکلي چې ټاکلې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم هم په کې برخه واخلي.

د دې ویب پاڼې د یوه راپور له مخې، د افغانستان د کرکټ ملي ټیم به د فیبرورۍ په میاشت کې د سرېلانکا او ایرلنډ په وړاندې ولوبیږي.

وړاندې لولو چې د کرکټ دې دوو لوبلړیو کې درې یو ورځنۍ یا پنځوس اوریزې لوبې او درې شل اوریږې لوبې شاملې دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG