د اختر له رانژدې کېدو سره د ماشومانو د حقونو یو شمیر فعالان له سوداګرو غواړي چې د لوبو په سامانونو کې ورته جنګي وسایل وارد نه کړي.
د نړیوالو مرستندویه ادارو د یو شمیر ټولنو د ټولپوښتنې موندنې ښيي چې په افغانستان کې په تېرو درې میاشتو کې د ښځو د بشرپاله فعالیتونو پر وړاندې خنډونه ډېر شوي دي.
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو، اف، پي) خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله، ښايي د ماشومانو د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې پروګرام تر مې میاشتې پورې ودرول شي.
د اسراییل صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس وسله واله ډله پاتي اسراییلي برمته خوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي.
د جنوبي کوریا په جنوب ختیځ کې په ځنګلونو کې د اورلګیدو له امله تر اوسه لږ ترلږه څلرویشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د امریکا پرضد د شته احتمالي ګواښونو په کلني راپور کې د افغانستان او له افغانستان څخه د ممکنه خطر ذکر نه دی کړی.
د بشري حقونو یو شمېر بنسټونو د فوټبال له نړیوال فدراسیون (فیفا) غوښتنه کړې چې د افغانستان د ښځینه فوټبال ملې لوبډله چې ډیری لوبغاړې یې په جلاوطنۍ کې ژوند کوي په رسمیت وپېژني.
نور راوښيه