د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
د اختر په درشل کې؛ د کوچني اختر دودیزې تیارۍ د اقتصادي ستونزو تر سیورې لاندې دي
تازه خبر
سه شنبه ۱۲ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۲

د اختر په درشل کې؛ د کوچني اختر دودیزې تیارۍ د اقتصادي ستونزو تر سیورې لاندې دي


په داسې حال کې چې اختر ته یوازې څو ورځې پاتې دي د پلازمینې کابل او ولایتونو یو شمیر اوسېدونکي وايي د اختري خوړو د اخیستلو توان نه لري.

خو یو شمیر نور بیا وايي ډیری دا خوراکي توکي کورونو کې جوړوي چې په خبره یې هم خوندور راځي، هم صحي دي او هم ورته ارزانه پرېوځي.

د ټولنیزو چارو پوهان بیا وايي، دا حتمي نه ده چې یو څوک په هر وضعیت کې وي او هر څنګه وي دا تیارۍ وکړي، بلکې ټینګار کوي چې میلمانه خواړه نه، د کوربنو مینه غواړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی شفق وايي،" دا چې اختر نېږدې دی هغه کسان چې کاروبارونه لري، هغوی د اختر لپاره میوه واخلي."

داسې بې وزلي ده، د کور سرپرسته هم زه خپله یمه، اختر هم راروان دی، نه کلچې شته او نه وچه میوه شته
زرمین ګل

شفق وايي، خو ده تر اوسه د اختر لپاره خواړه، خواږه هیڅ هم نه دي اخیستي، ځکه وس یې نه لري.

" ما شخصاً تر اوسه اختر لپاره هیڅ هم نه دي اخیستي، ځکه چې پیسې نه لرم په څه یې واخلم، د نورو کلونو په پرتله سږ کال اختر ډیر بې خونده دی، مونږ لپاره بې خونده دی، څوک چې پیسې لري هغوی لپاره ښه دی."

د میدان وردګو ولایت اوسېدونکې زرمین ګل هم وايي اختر ته یې څه نه دي اخیستي.

" داسې بې وزلي ده، د کور سرپرسته هم زه خپله یمه، اختر هم راروان دی، نه کلچې شته او نه وچه میوه شته ."

خو یو شمیر نور افغانان بیا وايي، دوی اختر ته ډیری خواړه په خپلو کورونو کې چمتو کوي، چې په خبره یې هم ورته اقتصادي پرېوځي، هم خوندر راځي او هم صحي دي.

د پلازمینې کابل اوسېدونکې مري ګل ازادي راډیو ته وویل،

" مونږ هر اختر کې، خجورې، کلچي، ګوش فیل دا پخوو، ځکه چې خوند یې هم ښه وي او بازار کې ډیره ګرانې وي، داسې ارزانه تمامېږي."

د ننګرهار ولایت اوسېدونکې فریده بله هغه میرمن ده، چې وايي د اختر لپاره خواړه ، خواږه په خپل کور کې جوړوي.

" غواړم چې اختر ته ځانته کلچې پخې کړم، خپلې کورنۍ ته، دوستان مې هم ډیر خوښوي، ما هیڅکله له بازار نه کلچې او نور د اختر خواړه نه دي اخیستي، ځکه زه غواړم کور کې یې پاخه کړم چې هم صحي وي او هم اقتصادي."

مونږ هر اختر کې، خجورې، کلچي، ګوش فیل دا پخوو، ځکه چې خوند یې هم ښه وي او بازار کې ډیره ګرانې وي، داسې ارزانه تمامېږي
مری ګل

دا مهال د کابل په بازرونو کې د یو کیلو کیک او کلچو بیه ۱۶۰ افغانۍ ده، ښه سیمیان هم یو کیلو په ۱۵۰ پنځوس افغانۍ دي، هغه عادي اختري خواړه چې د مري ګل او فریدې په شان ډیری افغان میرمنې یې په خپلو کورونو کې چمتو کوي.

د یادونې ده چې اخترونو ته د میلمه پالنې په پار د خوږو خوړو او وچې میوې اخیستل اوس په افغانستان کې په یو حتمي دود بدل شوي چې د ټولنیزو چارو یو شمیر کارپوهان یې مخالف دي.

له دې ډلې مجیب لحاظ ازادي راډیو ته وویل،

" یو شمیر کسان چې دغه وس نه لري کوشش کوي چې ځان ورته پوروړی کړي، په هر ډول چې وي یو څه وکړي، خو که یې توان ونه لري بیا له رواني اړخه تر منفي اغیز لاندې راځي چې داسې نه ده پکار، وايي تور توتان تر یار قربان، مهمه دا ده چې د زړونو خوښي اووسي، مینه اووسي، اخلاص اووسي او صداقت اووسي."

د یادونې ده چې په افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو ورسته بې وزلي او بې کاري په بې ساري ډول زیاته شوې ده، چې له امله یې له دودونو او ځانګړو نمانځنو ورهاخوا خلک په خپل عادي ژوند کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

ملګرو ملتونو سازمان د تیر کال په مرغومي میاشت کې په خپل راپور کې ویلي وو، په افغانستان کې بیکارۍ او بې وزلۍ شا او خوا ۴۸ سلنه د دغه هیواد نفوس اغیزمن کړی دی.

XS
SM
MD
LG