د واشنګټن ډي سي یوې محکمې د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې USAGM ته حکم کړی چې د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو د بندولو له اقداماتو لاس واخلي.
آزادۍ راډیو له دې ادارې څخه شکایت کړی و، چې د کانګرس له لوري، دې راډیو ته ځانګړې شوې بودیجه یې بنده کړې ده او له محکمې څخه یې غوښتي و، چې د دې اقدام د مخنیوي موقت حکم ورکړي چې محکمې هم دا غوښتنه ومنله.
محکمې پرون (د مارچ په ۲۵مه) په خپل حکم کې وویل چې USAGM د آزادۍ راډیو د بودیجې د بندولو په برخه کې په خپل سر عمل کړی او که دا اقدام عملي شي نو دې رسنۍ ته به سخت زیان واوړي.
د محکمې قاضي رایس لمبرت په خپل حکم کې ویلي چې د آزادۍ راډیو د بندولو د اقدام د مخنیوي لپاره موقت حکم ته اړتیا شته ځکه دې راډیو ښودلې ده چې احتمالا د محکمې په جلسه کې به دا قضیه وګټي او د USAGM اقداماتو ته تر بلې غونډې پورې اجازه ورکول ښايي دا رسنۍ زیانمنه کړي.
قاضي لمبرت وویل، د USAGM مشرتابه حتی که ولسمشر هم ورته ویلي وي نه شي کولای آزادي راډیو د داسې یوې جملې په وسیله بنده کړي چې عملا کوم استدلال پکې نه شته.
محکمه به په بل ګام کې د آزادې اروپا، آزادۍ راډیو د هغې غوښتنې په اړه پرېکړه وکړي چې له USAGM څخه د ۲۰۲۵ مالي کال په پاتې برخه کې دې راډیو ته د کانګرس له خوا ۷۷ میلیون ډالره تصویب شوې بودیجه هم ورکړي.
تمه ده چې محکمه به په راتلونکو اونیو کې په دې اړه خپله لومړنی حکم صادر کړي.
په عین حال کې د امریکا د کانګرس لسګونه غړو له ولسمشر ډونالډټرمپ څخه غوښتي دي څو د امریکا د نړیوالو رسنیو ادارې USAGM د بندولو حکم بېرته واخلي. دا وکیلان استدلال کوي چې دا اقدام به آزادي راډیو او څو نورې رسنۍ زیانمنې او یوازې د امریکا دښمنان لکه روسیه، چین، ایران او شمالي کوریا خوشاله کړي.
په یوه لیک کې چې د کانګرس له ۴۰ ډېرو غړو لاسلیک کړی ویل شوي دي چې د USAGM بندېدل به په نړۍ کې د امریکا اعتبار او نړیوال دریځ ته زیان واړوي. په لیک کې راغلي دي چې که دا اداره بنده شي، نو له هاوانا نیولې تر کاراکاس، مینسک او تهران پورې په هغو ټولنو کې چې د رسنیو پر آزادۍ محدودیتونه لګېدلي، میلیونونه خلک به معلوماتو ته له لاسرسي بې برخې شي.
د کانګرس دې غړو ویلي چې له ولسمشر ټرمپ څخه په کلکه غواړي څو خپل اجرایي فرمان بېرته واخلي او دا خبره یقیني کړي چې د USAGM او د هغې د ټولو اړوندو شبکو فعالیت دوام کوي.
د آزادې اروپا، آزادي راډیو هم له څو لسیزو راهیسې د USAGM په چوکاټ کې خپرونې کوي. د افغانستان لپاره د دې راډیو خپرونې د ۲۰۰۲ کال د جنوري په ۳۰مه نېټه پیل شوې.