د ورزش د حقونو ایتلاف په خپل نوي راپور چې پرون سې شنبه د مارچ ۲۵ مه "دا یوازې یوه لوبه نه ده، دا زما د هویت یوه برخه ده،د افغان ښځینه فوټبالرانو د سیالیود حق لپاره مبارزه" په نوم خپور شوی په فیفا غږ کړی چې په جلا وطنۍ کې د افغان ښځینه فوټبالرانو په وړاندې د روان تبعیض د پای ته رسولو لپاره اقدام وکړي او نړیوالو سیالیو ته د دوی د راستنیدو اسانتیا برابره کړي.
نجونې د افغانستان د فوټبال فدراسیون برخه ده، موږ فیفا ته هم ویلي چې کله ښوونځي او پوهنتونه د نجونو په وړاندې خلاص شول او نجونو ته د هر ډول ورزشي فعالیت او فوټبال کولو اجازه ورکړل شوه موږ به یې هم پیل کړویوسف کارګر
د راپور له مخې، فیفا د ورزش او حقونو د ایتلاف د لیک په ځواب کې ویلي چې په کور دننه او بهر د افغان میرمنو لپاره د فوټبال کولو د فرصتونو د برابرولو طرحه جوړه شوې خو دا یې نه دي ویلي چې ایا دوی غواړي په جلاوطنۍ کې د افغان میرمنو د فوټبال لوبډله په رسمیت وپېژني او یا ورته بودجه ځانګړې کړي.
دا راپور داسې مهال خپور شوی چې دوه ورځې وروسته به د ۲۰۲۶ کال د اسیا جام د غوراوي سیالیو د پچې اچونې مراسم ترسره شي، دا سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د ښځو د فوټبال نړیوال جام ته لاره هواره وي هغه سیالۍ چې د افغانستان د ښځو لوبډله به د دوهم ځل لپاره په کې ګډون محرومه شي.
د ورزش د حقونو ایتلاف په راپور کې ویل شوي، که څه هم د افغانستان د ښځینه فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د اسټرالیا، پرتګال، بریتانیا او متحده ایالاتو په ګډون هېوادونو ته لیږدول شوي، خو دوی لاهم په نړیوالو سیالیو د لوبېدو لیوالتیا لري، خو د فیفا د اصولو له مخې لوبډله باید لومړی د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د فوټبال فدراسیون له لوري په رسمیت وپېژندل شي.
د طالبانو د حکومت د فوټبال فدراسیون سرپرست یوسف کارګر وايي، کله چې افغان ښځې او نجونې د ورزش کولو اجازه ترلاسه کړي، د افغانستان د ښځو فوټبال ټیم ته به هم اجازه ورکړل شي چې د فدراسیون له ادرسه فعالیت وکړي.
"نجونې د افغانستان د فوټبال فدراسیون برخه ده، موږ فیفا ته هم ویلي چې کله ښوونځي او پوهنتونه د نجونو په وړاندې خلاص شول او نجونو ته د هر ډول ورزشي فعالیت او فوټبال کولو اجازه ورکړل شوه موږ به یې هم پیل کړو."
د ورزش د حقونو ایتلاف په راپور کې د افغانستان د ښځو د فوټبال د ملی لوبډلې او د نجونو د ځواک سازمان بنسټ ایښودونکې خالدې پوپل له قوله راغلي، که فیفا خپل قوانین بدل کړي او دوی ته د لوبې کولو اجازه ورکړي، دوی کولی شي نړۍ ته وښيي چې افغان ښځې او نجونې په ورزش، ښوونځیو او د ټولنې په هرې برخې پورې تړاو لري او دوی به هیڅکله ماته ونه خوري.
دا د نجونو لپاره یو ښه فرصت دی، چې خپل غږ پورته کړي، او نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې په یوه تیاره او تورتم کې ژوند کويطارق مجیدي
د ورزش د برخې یو شمېر فعالان په دې برخه کې د بشري حقونو د بنسټونو د هڅو ستاینه کوي.
په اتریش کې د فوټسال افغان لوبغاړي طارق مجیدي ازادي راډیو ته وویل،
"دا د نجونو لپاره یو ښه فرصت دی، چې خپل غږ پورته کړي، او نړیوالو ته دا پیغام ورسوي چې نجونې او ښځې په افغانستان کې په یوه تیاره او تورتم کې ژوند کوي او ان ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه لا نه لري، که له دې فرصته ښه ګټه واخیستل شي زما په نظر یو ښه اقدام به وي."
په ۲۰۲۱ میلادي کال کې واک ته تر رسېدو وروسته طالبانو د ښځو او نجونو په زده کړو او کار د بندیز تر څنګ له سیاسي، ټولنیزو او ورزشي فعالیتونو هم منع کړې او دغه شان یې ورزشي لوبغالو ته دښځو او نجونو په تګ هم بندیز ولګاوه.
دا بندیزونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي او د بشري حقونو ملاتړو یې د ښځو له حقونو ښکاره سرغړونه بولي.