چارواکي وایي، اکثر قربانیان د شپیتو او اویا کلونو ترمنځ دي او د دې اورونو له امله په لسګونو کسان ټپٍیان شوې دي چې د دولسو روغتیایي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د دې اورونو له امله تر درویشت زره ډیر خلک د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره کړې دي.
د جنوبي کوریا موقت ولسمشر هان دکسو ویلي دي چې دا د هیواد په تاریخ کې د اورلګیدو تر ټولو ناوړه پيښه ده.
د جنوبي کوریا په جنوب ختیځ کې په ځنګلونو کې د اورلګیدو له امله تر اوسه لږ ترلږه څلرویشت کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
د دې اورونو له امله د اوسونګ ښار دیارلس سوه کلن زور معبد ویجاړ شوی دی خو مخکې تر دې چې د ګونسا په نوم دغه عبادتځي ته د اورلمبې ورسیږي ډیر لرغوني اثار یې خوندي ځایونو ته انتقال شوې دي.
چارواکي وایي، اورونه د جمعې ماسپښین د سانچیونګ په سیمه کې پيل شول او وروسته د اویسونګ سیمې ته خپاره شول.
د راپورونو له مخې د شمالونو له امله د اورلمبې د جنوبي کوریا د اندونګ، یونګ یانګ، یونګ دوک او چیون ګسونګ سیمو ته خپرې شوې دي.
د جنوبي کوریا د ځنګلونو د ملي انستتیوټ کارپوه بیونګدوو رویټرز اژانس ته وویل چې د اویسونګ اورونه ډير پراخ او په چټکۍ پسې پراخیږي.
چارواکي وایي چې پرون تر غرمې وروسته د اویسونګ د غرونو پرسر د اوروژنې یوه هیلکوپتر نسکوره شوه چې له امله یې پیلوټ ووژل شو. د دې پيښې پلټنه روانه ده.
شاوخوا پنځه زره پوځیان او د اور وژلو په زرګونو وسایل د لګیدلو اورونو د وژلو هڅې کوي. په جنوبي کوریا کې د میشتو امریکایي ځواکونو هیلکوپترو هم د دې اور د وژلو په چاره کې برخه اخیستې ده.