نتانیاهو د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته ویلي، «په هره اندازه چې حماس د برمته وو له خوشي کیدو ډډه وکړي، په همغه کچه به اسراییل پرې فشار زیاتوي.»
له وړاندې د اسراییل پوځ ویلي و، د برمته وو له ډلې ۳۴ تنه يې وژل شوي دي.
نتانیاهو په داسې حال کې د غزې د یو شمیر سیمو د بیرته نیولو خبره کوي چې په سلهاوو فلسطینیانو د سې شنبې په ورځ په پراخو لاریونونو کې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوله.
نتانیاهو په پارلمان کې وویل: «هر څومره چې حماس زموږ د برمته شویو کسانو له خوشې کولو ډډه کوي، هومره به زموږ فشار زیاتېږي.»
ده زیاته کړه: «په دې فشارونو کې به د ځمکو نیول او نور اقدامات شامل وي، چې نه غواړي اوس یې توضح کړي.»
د فرانس پریس خبري آژانس د راپور له مخې، د (۲۰۲۳) د اکتوبر په اوومه د حماس د برید پر مهال له ۲۵۱ برمته شویو کسانو څخه ۵۸ تنه لا هم په غزه کې ساتل کېږي، چې له دې ډلې ۳۴ تنه د اسراییلي پوځ په وینا وژل شوي دي.
حماس د چهارشنبې په ورځ په خپل بیان کې وویل:
"هر ځل چې اشغالګر (اسرائیل) هڅه کوي خپل اسیران په زور خلاص کړي، هغوی په تابوتونو کې بېرته ستنېږي."
دغه ډله زیاتوي:
دوی هر ممکن کار کوي چې برمته ژوندي پاتې شي، خو د اسراییل بمبارۍ د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
امریکا او اروپايي ټولنه حماس ترهګره ډله ګڼي.
له بلې خوا، د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کاتز وویل چې پوځ به "ژر تر ژره، په پوره قوت، د غزې په نورو سیمو کې عملیات وکړي" او د تخلیې نورې لارښوونې به واستوي.
ساعتونه وروسته، د اسراییلي پوځ ویاند، آویخای آدرایي د غزې ښار او شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د تخلیې خبرداری ورکړ.
نوموړي په ایکس (پخوانی ټویټر) کې ولیکل:
«ترهګرې ډلې بېرته د کڼې ګوڼې سیمو ته ستنېږي او له همدې ځایه راکټونه توغوي... د خپل امنیت لپاره، د غزې جنوب ته، د پېژندل شویو پناهځایونو لور ته ولاړ شئ.»
د حماس تر واک لاندې د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې د اسراییل د بریدونو له کبله ۵۰زره کسان وژل شوي دي.
دا شمیرې خپلواکو سرچینو تایید کړي نه دي.