سلطان سرور (Sultan Sarwar) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویاند دی، چې په پښتو او دري ژبو خپرونې وړاندې کوي، دغه راز د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي.
د اوبو د منابعو کارپوهان وايی سږکال د افغانستان په ځینو سیمو کې تراوسه ښه او ځینو نورو کې کمه واوره او بارانونه شوي خو د تیرې څلورکلنې شدیدې وچکالۍ د دوام اندیښنه یې لیرې کړې. بزګران وايی د غرونو په سرونو واوره پرته ده او لاهم د وریا دموسم دوه میاشتې پاته دي.