په افغانستان کې د ازادي راډیو خبریال
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې د سولې په اړه جوړېدونکې مشورتي لویه جرګه به درې ورځې دوام وکړي او په مهمو مسایلو به په کې پریکړې وشي.
د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډیو ته وویل چې په همدې کال کې به د بېکارۍ کچه حتی تر ۶۷ پورې لوړه شي.
ښاغلی مومند وايي چې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي، خو په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته خبر نهدی ورکړل شوی.
د جمهوري ریاست د پلټنې اداره وايي، د دوی د لومړنیو پلتنو پر بنسټ له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ځانګړې شوې بودجې په لګښت کې فساد شوی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پاکستان دا کار د دې لپاره کوي چې په سیمه کې ډار خپور کړي او د کونړ په سیند د جوړېدونکو بندونو مخه ونیسي.
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د انتقاد ګوته طالبانو ته ده.
دغه اداره وايي چې ازموینه په پنځو پړاونو کې اخیستل کېږي چې وروستۍ بهیې د سنبلې میاشتې په پيل کې په کابل کې په څو پړاونو کې واخیستل شي.
د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د کنړ په صفري نقطه د پاکستاني توغندیزو بریدونو په اعتراض یو اعلامیه خپره او په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
عبدالله دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۵» د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په مراسمو کې وکړې.
ښاغلی نظري زیاتوي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په جګړو کې ۱،۲۱۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۱،۷۴۴ نور ټپیان دي.
دوی وايي، د قرنطین په بهانهیې اسانه او لږ کار هم په دولتي ادارو کې په ورځو او اوونیو ځنډېږي.
دانش کړوخېل وروسته له هغې چې تېره میاشت د پژواک په نوم خبري اژانس پاکستان ته د مصنوعي تنفس د ۳۲ دستګاوو د قاچاق په اړه راپور خپور کړ، د دغو ګواښونو خبره کوي.
د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ له سیاسي هوکړې وروسته بالاخره د ښاغلي عبدالله ټیم په دې وتوانېد چې په کابینه کې د ورکړل شوې ونډې د نوماند وزیرانو لېست ارګ ته وسپاري.
ایران د هغې پروژې عملي چارې پیل کړې چې په پای ته رسېدو سره به یې د اورګاډي د پټلۍ له لارې چابهار بندر له افغانستان سره ونښلي.
وروسته له هغې چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست د داعش ډلې د دوه تنو له نیولو خبر ورکړ چې په خبره یې غوښتل یې په کابل کې په یوې خصوصي رسنۍ او یو روغتون ځانمرګې حملې وکړې، اوس له رسنیو د ملاتړ بنسټونه دې موضوع اندېښمن کړي.
په ټول افغانستان کې تراوسه په کویډ۱۹ناروغۍ ۳۳۳۸۴ تنه اخته شوي او ۲۰۱۵۱ کسان ورنه رغېدلي.
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چار وزارت وايي، ډیپلوماټیکې هڅې یې زیاتې کړې، چې د بین الافغاني خبرو له پیل وړاندې د افغان سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع لا پیاوړې او ګړندۍ کړي.
په اقتصادي، د سوداګرۍ د پراختیا او د بې وزلۍ د راکمولو په چارو کې د افغان ولسمشر فوق العاده استازی محمد یوسف غنضنر د کويډ ۱۹ ناروغۍ له امله تېره شپه په حق ورسېد.
ښاغلی غني وايي، چین په لومړي ځل د مسو د کانونو د سپړنې په برخه کې لېوالتیا ښودلې او په دې اړه ورسره خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته سره ورسېږو.
نور راوښيه