د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

' افغان حکومت د پاکستان د توغندیزو بریدونو په خاطر ملګرو ملتونو ته اعتراض لیک لېږلی'


آرشیف، د پاکستان اردو
آرشیف، د پاکستان اردو

افغان حکومت د افغانستان په خاوره د پاکستان له لوري د توغندیزو بریدونو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته اعتراض لیک استولی.

وروسته له هغې چې د کنړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ او اسعداباد په ځینو سیمو د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه وشول، د افغانستان ولسي جرګې په دې اړه د ځواب ویلو لپاره، د شنبې په ورځد دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت ریاست مسئولین خپلې ځانګړې غونډې ته وربللي و.

د خلکو استازو د پاکستان له لوري د توغندیزو بریدونو او د ډیورنډ د فرضي کرښې د اوږدو په صفري نقطه کې د تاسیساتو جوړو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د ستونزې د هوراي غوښتونکي شول.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

د ولسي جرګې لومړی مرستیال محمد میرزا کټوازی وايي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د خلکو استازو ته وویل، چې افغان حکومت په دې اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمي اعتراضیه لیک استولی.

هغه زیاته کړه: "ټولو چارواکو موږ ته ډاډ راکړ، چې ستاسو په همکارۍ هڅې کوو، چې دا عمل تکرار نه شي او چې تکرار شي، سره له دې چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته اعتراضیه لیک هم استولی، بالمثل عمل به هم وکړي."

د افغانستان په نقشه کې د کنړ موقعیت
د افغانستان په نقشه کې د کنړ موقعیت

د ولسي جرګې په دغه ځانګړې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي، لوی درستیز ډاکټر یاسین ضیا او د ولایتونو په چارو کې د ملي امنیت د عمومي ریاست مرستیال ګډون کړی و.

بل خوا د جمعې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کنړ په صفري نقطه د پاکستاني توغندیزو بریدونو په اعتراض یو اعلامیه خپره او په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په یوه برخه کې پاکستاني چارواکو ته به خطاب کې راغلي و ه چې "داشان بریدونو دوام به ناوړه پایلې او د دواړو هېوادو په اړیکو هم منفي اغېز ولري."

د بهرنیو چارو وزارت په وینا د پاکستان له لوري د توغندیز بریدونه له ډیپلوماټیکو هڅو وروسته په فوري ډول ودرېدل او د لا کړکیچن وضعیت له رامنځته کېدو مخنیوی وشو.

په ورته وخت کې د کنړ د ولایتي شورا غړی محمد ساپی هم له دولت غواړي چې دا ستونزه له دیپلوماتیکو لارو هواره کړي.

هغه زیاتوي: "له بده مرغه له څو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري توغندیز بریدونه دوام لري، موږ په جدي توګه له حکومت غواړو چې دا ستونزه له ډپيلوماټیکې لارې هواره کړي، بالمثل او ورته عمل سره خلک نور هم زیانمنېږي."

دا په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د يورند د فرضي کرښې په صفري نقطه کې له جګړې وروسته پاکستان د کنړ په ځینو سیمو راکټي بریدونه وکړل، چې د رسمي شمېرو له مخې په سرکاڼو ولسوالۍ او مرکز اسعدآباد کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه ملکیان په کې وژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG