که څه هم له بشپړ قرنطین وروسته په دولتي ادارو کې کارونه روان دي، خو مراجعین له کم او پڅ کار سر ټکوي.
دوی وايي، د قرنطین په بهانهیې اسانه او لږ کار هم په دولتي ادارو کې په ورځو او اوونیو ځنډېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش تازه په خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د کرونا ویروس د مخنیوي بېړنۍ کمېټې تازه په دولتي ادارو کې د کاري رژیم د بدلون طرحه تأیید کړه چې له مخې بهیې دولتي ادارې په دوه شفټونو کې د سهار له ۸:۰۰ بحو د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو کار کوي.
په دې اړه نور جزئیات د رحمتالله افغان په لاندې غږیز راپور کې واورئ: