د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۶

افغانستان کې ۲،۰۰۰ خصوصي رسنیو ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرداری


په یوه خبري کنفرانس کې د ځینو رسنیو کمرې
په یوه خبري کنفرانس کې د ځینو رسنیو کمرې

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغو خصوصي رسنیو ته چې د فعالیت جوازونه‌یې نه‌دي نوي کړي، خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت وايي، "۲،۰۰۰ خصوصي رسنیو او رسنیزو بنسټونو له مالیې ورکولو تېښته کړې​ او د فعالیت جوازونه‌یې نه‌دي تمدید کړي، که حساب تصیفه نه‌کړي قانوني چلند بره ورسره وشي."

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د زمري ۰۵» ازادي راډیو ته وویل، حتی یو شمېر خصوصي رسنیو له تېرو ۱۰ کلونو راهیسې خپله مالیه نه‌ده پرې کړې، یادې رسنۍ مکلفې دي چې د خپل فعالیت جوازونه ژر نوي او خپله مالیه ورکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند

هغه زیاته کړه: "د وزارت په ناسته کې پرېکړه وشوه چې ۲،۰۰۰ رسنۍ باید خپل مالیاتي حسابونه تصفیه کړي، که چېرې رسنۍ په دې برخه کې اقدام ونه‌کړي، له قانون سره سم به چلند ورسره وشي، داسې رسنۍ شته چې له پنځو شپږو او ان له ۱۰ کلونو راهیسې مالیاتي باقیداري لري."

ښاغلی مومند وايي چې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه بند کړي، خو په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته خبر نه‌دی ورکړل شوی.

نوموړی زیاتوي چې د ټولیزو رسنیو د قانون او د رسنیو د تأسیس د مقررې پر بنسټ، هره رسنۍ د جواز په نوي کولو مکلفه ده او د فعالیت د بندېدو په صورت کې باید وزارت ته اطلاع ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني دوه کاله وړاندې د رسنیو مالیاتي جرایم وبخښل او لارښوونه‌یې کړې وه چې رسنۍ کولای شي، خپل مالیات په څو قسطونو کې ورکړي.

په ورته وخت کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې، نی اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر وايي، د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د قرنطین په وضع کېدو، د جوازونو د نوي کېدو اوږد بهیر او د رسنیو اقتصادي کمزورتیا دا ټول د دې لامل شول چې د ځینو رسنیو مالکان خپلې مالیې تحویل نه‌کړي.

هغه زیاته کړه: "د زیاد مالي کمزورتیا له امله هغه اندازه پیسې چې د جواز د نوي کېدو لپاره رسنیو ته په پام کې نیول شوې، پرې کول‌یې ستونزمن دي، په ځانګړي ډول هغه رسنیو ته چې په لیرې پرتو سیمو کې فعالیت کوي، بل دا چې د جواز د تمدید بهیر زیات وخت نیسي او سیمه‌ییزو رسنیو لپاره دا کار ستونزمن دی."

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

نوموړی زیاتوي چې د رسنیو د تأسیس د مقررې پر بنسټ هره رسنۍ د مالیې له ورکړې سربېره د جواز د اخیستو پر مهال باید ۵۰ زره افغانۍ د تضمین په ډول ورکړي چې په خبره‌یې، دا کار سیمه‌ییزو خصوصي رسنیو ته ستونزمن دی.

که څه هم دا مهال په افغانستان کې سلګونه، تصویري، غږیزې، چاپي او انلاین رسنۍ فعالیت لري، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت‌یې شمېر نه‌دی کره کړی.

په دې وروستیو کلونو کې یو شمېر رسنۍ په ځانګړې توګه په ولایتونو کې د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې چې له امله‌یې لسګونه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG