د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

عبدالله عبدالله: نور د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې


عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس وايي، د بندیانو د تبادلې بهیر د بشپړېدو په حال کې دی او نور د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ پلمه نه‌ده پاتې.

عبدالله عبدالله وايي، په افغانستان کې په دې وروستیو کې د جګړو او د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.

عبدالله عبدالله دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۵» د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبې د ورکړې په مراسمو کې وکړې.

ښاغلی عبدالله زیاتوي: "اوس چې د سولې د خبرو د پیل زمینه برابره شوې، زه باور لرم چې د بندیانو د تبادلې پړاو به هم بشپړ شي، باید نور د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره هېڅ بهانه پاتې نه‌شي، که خدای کول د اوربند او سولې د خبرو په دوام کې به با عزته سولې ته ورسېږو."

په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوه.

د هوکړې له مخې باید په ۱۰ ورځو کې بین‌الافغاني خبرې پیل، حکومت پنځه زره طالب بندیان او طالبان هم ۱،۰۰۰ تنه حکومتي بندیان خوشې کړي وو.

خو دا بهیر تر اوسه نه‌دی بشپړ شوی. افغان حکومت تر اوسه نږدې ۴،۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي او وايي د طالبانو له‌خوا په ورسپارل شوي لېست کې نږدې ۶۰۰ بندیان جرمي دوسیې لري او نه‌یې خوشې کوي.

په ورته وخت کې عبدالرشید دوستم په دغو مراسمو کې وویل، که طالبان د بین‌الافغاني خبرو د پيل لپاره د حکومت له‌خوا د ۳۰۰ طالب بندیانو نه‌خوشې کول پلمه ګرځوي دغه بندیان دې هم خوشې شي.

عبدالرشید دوستم
عبدالرشید دوستم

ښاغلی دوستم وايي: "تاسې ولسمشر ته ووايئ، څلور نیم زره طالب زندانیان مو پرېښودل، دغه ۲۰۰ - ۳۰۰ پاتې هم ورازاد کړئ، څو نوره پلمه پاتې نه‌شي، د پلمې هېڅ لاره باید پاتې نه‌شي، موږ مذاکراتو ته چمتو یوو."

ښاغلي دوستم وویل، که بیا هم طالبان پلمې جوړوي او جګړې ته دوام ورکوي، ماته به وخوري او دوی دې بیا د امارت خوبونه نه‌ویني.

جوزجان کې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ د رتبې د ورکړې په مراسمو کې، په جوزجان کې له ښاغلي عبدالله سربېره بو شمېر نورو دولتي چارواکو او سیاسیونو او دغه‌شان د ازبکستان، هندوستان او ترکیې هېوادونو استازو هم ګډون کړی و.

د افغان ولسمشر د دفتر رئیس شاکر کارګر ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ رتبې حکم داسې ولوست: "هېواد ته د کړیو خدمتونو، د سیاسي کړکېچ (بن‌بست) د هواري او د هېواد د ثبات د ټینګښت لپاره، د هېواد سیاسي شخصیت عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه اعطا کوم."

(ښی-کین) عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، شاکر کارګر
(ښی-کین) عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، شاکر کارګر

ښاغلي دوستم د ثبات او هم‌پالنۍ ټیم او عبدالله عبدالله نه مننه وکړه چې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په سیاسي هوکړه کې یې نوموړي ته د مارشالۍ د ورکړې ماده ورکړې او له افغان ولسمشر نه‌یې هم مننه وکړه چې نوموړي ته‌یې د مارشالۍ رتبه ورکړه.

د سیاسي هوکړې له مخې دوستم ته د مارشالۍ له رتبې سره یو شمېر افغان سیاستوال او مدني فعالان مخالف و.

عبدالرشید دوستم د ولسمشر غني د ولسمشرۍ په تېره دوره کې د نوموړي لومړی مرستیال و، خو ورسته‌یې ترمنځ اړیکې ترینګلې او دا ځل د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ترڅنګ ودرېد.

XS
SM
MD
LG