د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

'خوست کې د طالبانو یوه ‌‌‌‌‌‌ډرون کمره ویشتل شوې'


په خوست کې د طالبانو راغورځول شوې ډرون کمره
په خوست کې د طالبانو راغورځول شوې ډرون کمره

په خوست ولایت کې یو شمېر امنیتي سرچینې وایي د طالبانو یوه ‌‌‌‌‌‌ډرون کمره‌یې ویشتلې.

په دې وروستیو کې د وسله‌والو د ټکنالوژیکي وسایلو د کشف او نسکورولو راپورونه زیات ترلاسه کېږي.

‎تازه هغه‌یې تېره ورځ (دوشنبه) د صبریو یعقوبیو ولسوالۍ اړوند د ملي اردو درېیم کنډک سرتېرو د ډرون په نوم یوه کمره راغورځولې.

‎په خوست ولایت کې ځینو امنیتي سرچینو د موضوع د حساسیت له امله د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د سې شنبې په ورځ وویل چې یاده کمره د وسله‌والو طالبانو له لوري الوځول شوې وه چې په عصري وسایلو سمباله او د ګڼو نظامي ځایونو تصویرونه او وېډیوګانې یې اخیستې وې.

‎طالبان بیا یاده پېښه نه تأییدوي او نه‌یې ردوي.

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېوا‌د په ځینو ولایتونو او سیمو کې د دغو ‌‌‌‌‌‌ډول کمرو د رانسکورېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

په خوست کې د طالبانو ویشتل شوې کمره
په خوست کې د طالبانو ویشتل شوې کمره

‎دغو سرچینو نور جزئیات ورنه‌کړل، خو د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي په دې اړه څېړنې روانې دي او د تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته به معلومات شریک شي.

همدارنګه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پېښه تأییدوي‌‌‌‌‌‌، خو وایي چې د وسله‌والو له لوري د داسې وسایلو کارونه ورته د اندېښنې وړ نه‌دي.

‎د دغه وزارت امنیتي مرستیال وايي: "موږ په ټکنالوژۍ د طالبانو د تجهیزېدو له اړخه کومه اندېښنه نه‌لرو، طالبان لا هم یوه وحشي او جنګي ‌‌‌‌‌‌ډله ده،‌‌‌‌ ‌‌ډرون کمره هم یو عادي څیز دی چې هر چېرې پلورل کېږي، یوه عادي کمره ده."

‎خو طالبانو د یادې پېښې د تأیید او یا رد په اړه څه ونه‌ویل.

افغانستان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان
افغانستان کې یو شمېر وسله‌وال طالبان

‎دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ۱۳۸۸ کال د کب یا حوت میاشتې په ۱۸مه نېټه هم په کندز ولایت کې د سیمې امنیتي چارواکو ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته د طالبانو د یوې ‌‌‌‌‌‌ډرون کمرې د رانسکورولو خبر ورکړی و.

‎ډرون کمرې د ځانګړي موتور په وسیله لنډ پرواز کوي او تر ډېره د ښار یا لویو مظاهرو او غونډو د تصویر اخیستو لپاره کارول کېږي.

‎یو شمېر امنیتي کارپوهان بیا په دې باور دي چې وسله‌وال مخالفین په ځانګړې توګه طالبان له ټکنالوژیکي وسایلو په استفادې خپل فعالیتونه زیات کړي.

محمد عمر ساپی
محمد عمر ساپی

له دې ‌‌‌‌‌‌ډلې عمر ساپي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "اخوا هم وسله‌والو له ټکنالوژۍ استفاده کوله، خو اوس دوی فابریکه‌یي ټکنالوژۍ ته زیاته مخه کړې‌‌‌‌‌‌، دوی اوس د یمن او سوریې له جګړو تجربې او معلومات ترلاسه کړي چې دولت‌یې مخه نه‌شي نیولی."

‎ښاغلي ساپي د سړک د ریموټ کنټرول په وسیله د سړک د غاړې د ماینونو الوزولو، مګنېټک بم، ریموټ کنټرول ای ‌‌‌‌‌‌ډي او داسې نور وسایلو یادونه وکړه چې په خبره‌یې وسله‌وال‌یې د ټکنالوژۍ نه په استفادې کاروي.

‎د ښاغلي ساپي په باور له ټکنالوژۍ سره د وسله‌والو وصلېدل د دوی فعالیتونه اسانه کړي دي.

XS
SM
MD
LG