د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

قطر کې د طالب مشرانو او په افغانستان کې یې د جنګیاليو ترمنځ د لیدلوري تضاد


قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
قطر کې د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

واشنګټن پوسټ یو راپور خپور کړی چې د طالبانو د ‌‌‌‌‌‌ډلې یو شمېر هغه جنګیالي چې د افغانستان په ختیځ کې د جګړې په میدان کې دي په قطر کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له سیاسي استازو سره متضاد لیدلوري لري.

‎د واشنګټن پوسټ د لیکنې له مخې، د لیدلوري دغه ضدیت به په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشرانو کار ستونزمن کړي.

‎طالبان د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا راپور ردوي.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال د افغانستان ختیځ کونړ ولایت مرورې ولسوالۍ ته تللی او له هغو طالبانو چې په دغه ولسوالۍ کې د افغانستان دولت له ځواکونو سره په جګړه دي، خبرې کړې دي.

په افغانستان کې یو شمېر طالب جنګیالي
په افغانستان کې یو شمېر طالب جنګیالي

د دغه راپور له مخې، هغه طالبان چې په جګړه کې دي د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له هغو استازو سره چې په قطر کې دي د افغانستان راتلونکې، د جګړې د وضعیت‌‌‌‌‌‌، د سولې د پروسې او له جګړې وروسته د افغانستان په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

‎د طالبانو یو شمېر سیمه‌ییزو قوماندانانو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي چې هغوی د افغانستان د جګړې ګټونکي دي او له جګړې وروسته افغانستان کې به واک سل په سلو کې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې په لاس کې وي.

د واشنګټن پوسټ د راپور په اساس، له جګړې وروسته د افغانستان په اړه د طالبانو ترمنځ رقابتي لیدلوری به د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې مشران په داسې حال کې له سخت مسؤلیت سره مخ کوي چې هغوی د کابل له حکومت سره د رسمي مذاکراتو د پیل په اړه د توافق او ملاتړ ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

‎په دې راپور کې راغلي چې ‌‌‌‌‌‌‌ډېر خلک وېره لري چې ان د سولې تر هوکړې وروسته د طالبانو انشعاب یا تیتېدل کولای شي افغانستان د یوې دایمي تاوتریخوالي په لوري بوځي.

‎له دې سره ځیني سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې طالبان یوه منسجمه او د واحد لرونکي فکر ‌‌‌‌‌‌ډله نه‌ده.

‎د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عمر شریفي وایي د هغو طالبانو چې د جګړې په میدات کې دي له هغو سره چې په قطر کې مذاکرات کوي د لیدلوري تضاد د اندېښنې وړ خبره ده.

‎ښاغلی شریفي زیاتوي: "موږ باید طالبان یوه منسجمه ‌‌‌‌‌‌ډله ونه‌بولو، له بل اړخه د طالبانو ژمنه د سولې په اړه د اوسنۍ جګړې په پرتله خورا کم ارزښت لري، ځکه پر دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې د طالبانو د رهبرۍ کنټرول که څه هم دوی ظاهراً ښیي چې زیات دی، خو په حقیقت کې محدود دی."‎

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو شمېر غړي

د ښاغلي شریفي په خبره، افغان دولت باید په دې اړه محتاطانه چلند وکړي او د سولې د خبرو اترو پر مهال دې دا مسئله په نظر کې ونیسي.

‎خو طالبان بیا د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا راپور ردوي او وایي چې د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ترمنځ د لیدلوري هېڅ تفاوت نه‌شته.

‎طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د طالبانو ترمنځ یو لیدلوری او واحد سیاست شته او د سیاسي مسایلو اړوند پرېکړه په قطر کې سیاسي دفتر کوي.

XS
SM
MD
LG