د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

ملي امنیت شورا: د طالبانو د تاوتریخوالي دوام بین‌الافغاني خبرې خنډ سره مخ کړي


ارشیف، ننګرهار کې په یوه موټر بم چاودنه کې ټپي شوی کس
ارشیف، ننګرهار کې په یوه موټر بم چاودنه کې ټپي شوی کس

د سولې روانې هڅې او د تاوتریخوالي د کمېدو اړتیا!

د افغانستان حکومت د بل هر وخت په پرتله اوس د طالبانو له‌خوا د جګړې او تاوتریخوالي پر کمېدو او پای ټینګار کوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام، د افغانانو ترمنځ د مخامخ خبرو پیل، له خنډ سره مخ کړی دی.

د ملي امنیت شورا چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل لپاره، د زندانیانو د تبادلې مسؤلیت په غاړه لري، د دې ډلې له لوري د سولې بهیر د پیاوړتیا لپاره د مثبتو ګامونو په نه‌پورته کولو نیوکه کوي او خبرداری ورکوي، که تاوتریخوالی دوام وکړي، د سولې پر پروسې د منفي اغېزو مسؤلیت به د دې ډلې پر غاړه وي.

د دغې شورا ویاند جاوېد فیصل د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۳» ازادي راډیو ته وویل، د سولې او ثبات لپاره د طالبانو شوي کارونه لا هم سوله‌ییز نه‌دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

هغه زیاته کړه: "اساسي بحث دا دی چې د سولې لپاره باید سوله‌ییز اقدامات وشي. د طالبانو اقدامات جنګ او د وینې تویېدنه ده. دا هېڅ ډول سوله‌ییز اقدامات نه‌دي او په دې ډول د سولې مخامخ خبرو لپاره هغه چمتووالی چې نیول کېږي او هیله‌مندي چې شته، هغه ټول له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي چې مسؤلیت به‌یې د طالبانو پر غاړه وي."

د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، دوی سولې ته ژمن دي او د همدې لپاره‌یې تر اوسه له خپلو زندانونو تازه ۱۸۰ طالب بندیان خلاص کړي دي چې په دې سره د دوی له‌خوا د ازاد شویو طالب بندیانو شمېر ۴،۱۹۹ ته ورسېد.

ښاغلی فیصل طالبان د سولې لپاره د خپلو ژمنو په نه‌عملي کولو تورنوي او وايي، دې ډلې نه‌یوازې دا چې له دوی سره بندي نږدې ۱،۰۰۰ امنیتي سرتېري نه‌دي خلاص کړي، بلکې تاوتریخوالي ته‌یې هم دوام ورکړی.

خو طالبان بیا وايي، دوی هم سولې ته ژمن دي او له دوی سره د بندي حکومتي سرتېرو د ازادۍ بهیر لا هم روان دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، پرون‌یې په کندهار کې د حکومت ۱۰ تنه بندیان ازاد کړي دي.

ښاغلي شاهین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو سره خبرو کې د افغانستان حکومت د بین‌الافغاني خبرو د پیل پر وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن کړ او زیاته‌یې کړه، دوی په ښارونو او لویو نظامي مرکزونو خپل بریدونه د پام وړ راکم کړي دي.

په ورته وخت کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د مذاکراتو د پیل بهیر په یوه داسې پړاو کې دی چې اړینه ده تاوتریخوالی راکم شي.

د دې وزات ویانده ناجیه انوري وايي: "موږ د مذاکراتو بهیر د پیل داسې پړاو ته رسېدلي یوو چې د مذاکراتو د پیل اړتیاوې د رامنځته کېدو په حال کې دي او باید مناسبه او د باور وړ فضا جوړه شي. د دې ډول فضا د جوړولو لپاره یو اغېزمن فکټور د تاوتریخوالي کموالی او د سولې د ارادې تمثیل دی. د افغانستان خلک تمه لري چې سولې ته د رسېدو په لار کې د زیاتې قربانۍ مخه ونیول شي."

په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته، امریکا او نړیوالې ټولنې په ځلونو د جګړې له ښکېلو لورو په ځانګړي ډول له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالی راکم کړي، خو ښکاري چې دې غوښتنې ځای نه‌دی نیولی.

په دوحه کې د هوکړې لاسلیک
په دوحه کې د هوکړې لاسلیک

د پوځي چارو پوهان دا هم وايي، نه‌یوازې دا چې جګړه سړه شوې نه‌ده، بلکې تاکتیک‌یې بدل شوی او د مرګ‌ژوبلې شمېر هم زیات شوی دی.

XS
SM
MD
LG