د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۵۸

د سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا کنفرانس: اوربند او بین‌الافغاني خبرې دې پيل شي


'د افغانستان سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا نړیوال کنفرانس'
'د افغانستان سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا نړیوال کنفرانس'

د افغانستان ولسمشر اشرف غني وایي، د داسې سولې غوښتونکی دی چې په سیمه او نړۍ کې د خپلواک، ولسواک او متحد افغانستان په توګه د تېرو ۱۹ کلونو بریاوې خوندي کړي.

‎ښاغلي غني دا خبرې پرون پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۹» په کابل کې د 'سولې لپاره د اجماع د پیاوړتیا په نړیوال کنفرانس' کې وکړې.

‎ په دې کنفرانس کې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري د وېډیو له لارې ترتیب شوی و، ګډونوالو د اورکم، د ملکي مرګ‌ژوبلو د پای ته رسېدو، عمومي اوربند او د بین‌الافغاني خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه.

دوی په بین‌الافغاني خبرو کې د افغان ښځو د ګډون غوښتنه هم وکړه او د بندیانو د خلاصون په اړه‌یې د وروستیو اقداماتو هرکلی وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم څرګنده نه‌ده چې د نږدې ۶۰۰ طالب بندیانو پر سر د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف حل شوی او که نه‌دی.

پرون د افغانستان د حکومت سرچینو وویل چې طالبانو منلې چې د خپلو شااوخوا ۶۰۰ بندیانو په ځای چې افغان چارواکي یې له خلاصون سره مخالفت کوي، د خپلو نورو غړو د خوشې کېدو لېست وړاندې کړی، خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي چې دوی د افغانستان حکومت ته متبادل لېست نه‌دی سپارلی.

ولسمشر غني کنفرانس ته وویل چې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی د ژورې اندېښنې وړ دی او د افغان امنیتي ځواکونو خلاف د طالبانو د تشدد اندازه د نه‌منلو ده.

د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا رئیس عبدالله اعبدالله غونډې ته وویل چې همدا نن د طالبانو په حملو کې ۱۵ افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

ده وویل چې افغانستان د عمومي اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وړاندیز هرکلی وکړ، خو طالبان حاضر نه‌شول چې اوربند وکړي.

ښاغلي عبدالله همداراز وویل چې د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره اوربند په‌کار دی او د سولې په خبرو کې به هم د دوی لومړۍ خبره د اوربند په اړه وي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه: "په لومړنۍ اجنډا کې د اوربند په شمول سخت مسایل شامل دي چې د دواړو خواوو ترمنځ پرې اختلاف شته، لکه د افغانستان اسلامي جمهوریت او د دوی ایډیالوژي د اسلامي امارت، په دې به په موازي ډول خبرې کېږي. همداراز په انتخاباتو، د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو پر حقونو، د خلکو پر ازادیو او د تېرو ۱۹ کلونو پر بریاوو به د یو بل ترڅنګ خبرې کېږي."

کابل د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې پروسې په اړه د سیمه‌ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره د وېدیو کنفرانس کوربه و.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې کنفرانس برخه‌والو د تاوتریخوالي د بس کېدو غوښتنه وکړه.

د سې شنبې په ورځ له لیرې د ستراتېژیکو خبرو اترو په درېیم کنفرانس کې د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو په افغانستان کې د تشدد د کمېدا او د بشردوستانه اوربند پر ټینګېدا تینګار وکړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو غونډه
د افغانستان د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره د پاکستان او چین د بهرنیو چارو مرستیال وزیرانو غونډه

د سیاسي چارو شنونکی هاشم وحدتیار وايي، د سولې پروسه یو اوږد بهیر دی او وايي چې تر اوسه په دې پروسه کې د افغانستان حکومت له پامه غورځول شوی و او نورو هېوادونو لکه پاکستان او قطر دا پروسه په خپل لاس کې اخیستې وه، خو د کابل وروستۍ غونډې د دې وضعیت د بدلون لپاره د افغان حکومت یوه نسبتاً بریالۍ هڅه وه.

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته پر امریکايی پوځیانو حملې ودرولې، خو پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې بریدونو ته دوام ورکړی دی.

د دې موافقې پر اساس ټاکل شوې وه چې د افغانانو ترمنځ د مارچ په ۱۰مه خبرې پیل شي، خو دا خبرې ظاهراً د بندیانو په تبادله کې د ستونزو له کبله تر اوسه ځنډېدلې دي.

XS
SM
MD
LG