د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۳

افغانستان کې سولې ته د رسېدو هیلې او ورځ تر بلې د جګړې شدت ته اندېښنې


د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ

د افغانستان حکومت وايي، د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي دوام د تل‌پاتې سولې او ثبات لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنوي.

د افغانستان حکومت طالبانو ته په خطاب کې وايي چې د دې ډلې له‌خوا د تاوتریخوالي دوام به، هغه هیلو ته زیان ورسوي، کومې چې په دې هېواد کې د سولې په اړه راټوکېدلې دي.

ارګ وايي، هغه وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په حقیقي ډول سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۲۲» په خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "د طالبانو له‌خوا د تاوتریخوالي زیاتېدل، په ښارونو او امنیتي ځواکونو د دې ډلې بریدونه، د سړک غاړې ماین چاودنې چې قربانیان‌یې ملکیان دي او د دولتي کارکوونکو په نښه کول، په هېواد کې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره د افغانانو او نړیوالې ټولنې هیلې زیانمنوي."

د ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "هغه وخت رارسېدلی چې طالبان نور تاوتریخوالی پای ته ورسوي او په حقیقي ډول سولې ته د رسېدو لپاره کار وکړي."

دوا خان مینه‌پال
دوا خان مینه‌پال

د ارګ ویندویان داسې مهال د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښيي چې له دې وړاندې خپله ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي چې د طالبانو له‌خوا د جګړې دوام به، د سولې پر پروسې ناوړه اغېز وښندي.

طالبان بیا وايي، په لویو ښارونو او نظامي مرکزونو د دوی بریدونه د تېر په پرتله ډېر کم شوي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، له دې کار د دوی موخه د خبرو له لارې د افغانستان د شخړې پر حل ټینګار دی.

هغه زیاته کړه: "هدف دا دی چې د افغانستان مسئله د بین‌الافغاني خبرو له لارې حل شي، خو سره له دې د کابل اداره کله په یوه نوم او کله په بل نوم بهانې جوړوي او خبرې یې ځنډولې دي. په داسې حال کې چې د افغانستان د مسئلې لومړی حل دا دی چې بین‌الافغاني خبرې پیل شي."

د طالبانو ویاند سهیل شاهین
د طالبانو ویاند سهیل شاهین

ارګ د سړک غاړې ماین چاودنې هم د سولې او د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیل لپاره خنډ بللی، هغه څه چې پلازمېنه کابل او ولایتونو کې نږدې هره ورځ پېښېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په وروستیو کې یوازې د کابل ښار دننه د مقناطیسي او سړک غاړې ماین چاودنو او له دې ادرسه د اوښتو تلفاتو په اړه خبرو کولو ته نه‌حاضرېږي، خو پرون هم په کابل کې د ټول‌ګټو چارو وزارت د دېوال ترڅنګ د ملي دفاع وزارت اړوند یو موټر په نښه شو چې په‌کې دوه تنه ټپیان شول.

بل‌خوا یو شمېر شنونکي چې د سولې پروسه له نږدې څاري، د دواړو لورو ترمنځ د باور پر جوړېدو ټینګار کوي.

د قاصد د ستراتېژیکو اړیکو مرکز مشر عبدالباقي امین ازادي راډیو ته وویل، د اړیکو د ښه‌والي او ترځنګ‌یې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو له پیل وړاندې باید د تماس یو ګروپ جوړ شي، څو اوسنی بې‌باوره حالت ختم شي.

هغه زیاته کړه: "په کار خو دا ده چې بین‌الافغاني مذاکرات ډېر ژر پیل شي، څو د افغانانو ترمنځ مشکلات د خبرو له لارې حل شي، خو د دې کار لپاره او د متخاصمو ډلو ترمنځ د تفاهم د ښه کولو لپاره، زما له انده د تفاهم یو ګروپ ته اړتیا لیدل کېږي."

په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک
په دوحه کې له طالبانو سره د هوکړې لاسلیک

د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې تر شوي تړون وروسته هیله‌ درلوده چې د جګړې شدت به راکم شي، خو په اختر کې له درې ورځني اوربند وروسته چې سولې ته د رسېدو لپاره‌یې په عام ولس کې هم هیلې راژوندۍ کړي، د دواړو لورو ترمنځ جګړې زور موندلی.

نږدې هره ورځ د افغانستان حکومت په خپلو خبرپاڼو کې طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي، طالبان هم د یو شمېر بریدونو مسؤلیت مني، خو تر ډېره په کابل ښار کې د وروستیو هدفي وژنو او بمي چاودنو مسؤلیت څوک پر غاړه نه‌اخلي.

XS
SM
MD
LG