د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

مک‌کنزي: امریکا به د افغانستان ملاټری وي چې بیا ترهګرو لپاره خوندي ځای نه‌شي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې له جنرال مک‌کنزي سره د لیدنې پر مهال
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې له جنرال مک‌کنزي سره د لیدنې پر مهال

د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان وايي امریکا به د افغانستان د متحد هېواد په توګه له دې هېواد سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای بدل نه‌شي.

دا خبره جنرال مک‌کنزي پرون سې شنبه (د جولای په ۱۴مه) ماسپښین له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه.

ولسمشر غني په ارګ کې په دې غونډه کې ټینګار کړی چې افغانان سوله غواړي او طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي.

د سې شنبې په ماښام له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، په دې غونډه کې جنرال مک‌کنزي وویل، افغانستان ته‌يې د سفر هدف دا دی چې افغانانو ته ډاډ ورکړي چې د سولې، پرمختګ او د امنیت د ټینګښت لپاره د امریکا ملاتړ او همکاري پر خپل ځای ده.

په اعلامیه کې د جنرال مک‌کنزي له قوله ویل شوي: "موږ به ستاسو ترڅنګ واوسو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدل نه‌شي."

د ارګ په دې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني وویل، سوله د افغانانو له اساسي غوښتنو او د حکومت له مهمو لومړیتوبونو ده او طالبان باید له جنګ او تاوتریخوالي لاس واخلي.

له ولسمشر غني سره به د جنرال مک‌کنزي لیده کاته او ډاډ پر اوسني امنیتي وضعیت څه اغېز وکړي؟

په دې اړه د افغانستان د څېړنې او ارزونې ادارې رئیسې اورځلا اشرف نعمت د سې شنبې په ماښام ازادي راډيو ته وویل: "جنرال مک‌کنزي په داسې حال کې کابل ته راغلی چې د بشري حقونو کمېسیون یو راپور خپور کړی چې وايي روان لمریز کال د وري میاشتې له پیل راهیسې په افغانستان کې نږدې درې زره ملکیان وژل شوي دي. په داسې وضعیت کې به د ده راتګ کوم اغېز ونه‌لري ځکه افغان‌وژنه دوام لري. ښاغلي مک‌کنزي افغان حکومت ته د امریکا او طالبانو د موافقې پر مهال هم دا ډول ډاډ ورکړی وو، خو په عمل کې یې د ډاډ هېڅ اغېز نه‌وينو."

د ولسمشر غني او جنرال مک‌کنزي تر لیدو څو ساعته وروسته د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د سې شنبې په ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه چې د ده په وینا پر افغان ځواکونو په ځانګړې توګه د طالبانو د حملو له کبله لوړه ده، د سولې پر پروسه اعتماد ته زیان رسوي.

ده پر ټولو لورو غږ کړی چې ژر تر ژره بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

په همدې ورځ ناټو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو حضور مشروط دی او دا ائتلاف به د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره په افغانستان کې خپل نظامي حضور شرایطو ته په کتو تنظیم کړي.

ناټو ائتلاف ته د امریکا سفیرې کې بیلي هاچیسن هم د سې شنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه په یوه وېډيويي پیغام کې پر ټولو لورو غږ کړی چې د بین‌الافغاني خبرو په مخ کې پاته خنډونه لیرې کړي او د سولې پروسه ګړندۍ کړي.

دې زیاته کړې: "تر ټولو مهم او لومړی اقدام تاوتریخوالی کمول دی. افغانستان د نورو هېوادونو غوندې له 'کووېډ-۱۹' سره لاس او ګرېوان دی. ملګرو ملتونو پر نړیواله کچه د بشري اوربند غوښتنه کړې ده چې حکومت له وبا سره پر مبارزه تمرکز وکړای شي. طالبانو مخکې د تاوتریخوالي کمولو وړتیا څرګنده کړې. دواړه لوري باید د بندیانو مبادله چټکه کړي او د تل‌پاتې سولې رامنځته کولو له فرصته استفاده وکړي."

ناټو کې د امریکا سفیره کې بیلي هاچیسن
ناټو کې د امریکا سفیره کې بیلي هاچیسن

ذبیح‌الله مجاهد چې ځان د وسله‌والو طالبانو ویاند معرفي کوي، د سې شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د افغان ځواکونو د عملیاتو په غبرګون کې جګړه زیاته شوې ده.

په همدې حال کې د سې شنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي، په سمنګان ولایت کې د طالبانو د حملې په غبرګون کې به ډېر ژر پر وسله‌والو طالبانو او له هغوی سره پر اړوندو بهرنیو ترورېستي ډلو عملیات پیل شي.

'سمنګان کې د طالبانو ډله‌ییز برید ۱۰ پوځیان وژلي او ۴۳ ملکیان ټپيان کړي'

چارواکي: شمال کې شااوخوا ۷۰ طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د دوشنبې په ورځ (د جولای په ۱۳مه نېټه) د سمنګان ولایت پر ملي امنیت ریاست د څلورو ځانمرګو بریدګرو په حمله کې د ملي امنیت د ۱۱ کارکوونکو په ګډون ۱۳ کسان ووژل شول او د عامې روغتیا د رئیس عبدالخلیل مصدق په وینا د ملکیانو په ګډون شااوخوا ۷۰ کسان ټپیان شول.

د دې حملې مسئولیت وسله‌والو طالبانو منلی.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG