د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۱

'سمنګان کې د طالبانو ډله‌ییز برید ۱۰ پوځیان وژلي او ۴۳ ملکیان ټپيان کړي'


سمنګان کې د ملي امنیت پر ریاست حمله کې ټپي شوی افغان سرتېری
سمنګان کې د ملي امنیت پر ریاست حمله کې ټپي شوی افغان سرتېری

د سمنګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت پر ملي امنیت ریاست وسله‌وال برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد.

د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي رسنیو ته وویل: "ټول څلور انتحاري حمله کوونکي چې له موټر بم چاودنې وروسته د ملي امنیت ریاست انګړ ته ننوتي ول ووژل شول او اوس‌مهال جګړه پای ته رسېدلې او وضعیت تر کنټرول لاندې دی."

هغه زیاته کړه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۳ تنه ملکیان ټپيان شوي او ۱۰ امنیتي ځواکونه هم په دغې حمله کې وژل شوي دي.

بل‌خوا د سمنګان د عامې روغتیا رئیس عبدالخلیل مصدق ازادي راډیو ته وویل چې په دغې حمله کې ۶۳ تنه ټپیان شوي چې په‌کې ۱۰ پوځیان، ۸ ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

ښاغلي مصدق د ډېریو ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ وباله.

په ورته وخت کې د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په هغه پيغام کې چې رسنیو ته استولی، ادعا کړې چې په دغې حمله کې د سمنګان د ملي امنیت څه باندې ۷۰ سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.

شهر ایبک، مرکز سمنگان که از شهرهای نسبتاً امن به شمار می‌رود کم‌تر شاهد چنین انفجارهای بوده‌است.

چند سال قبل انفجار مشابه در درب ورودی سالون یک هوتل عروسی صورت گرفت که در آن چندین مقام بلند پایه دولتی کشته شدند.

خو د سمنګان والي د طالبانو دغه ادعا ردوي.

نن شااوخوا ۱۱ بجې لومړی د سمنګان د ملي امنیت ریاست په دروازه کې چاودنه وشوه او ورپسې څو حمله کوونکي د دغه ولایت د ملي امنیت ریاست او ښاروالۍ ته چې سره څنک په څنګ دي، ننوتل او له افغان ځواکونو سره نښته پيل شوه.

د راپورونو له مخې د سمنګان مرکز ایبک ښار نسبتاً یو امن ښار بلل کېده، ډېر د دا ډول چاودنو شاهد نه‌و.

XS
SM
MD
LG