د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۲

ارګ: د طالبانو هر ګام د افغانانو او نړیوالو تر ذره بین لاندې څارل کېږي


ارګ
ارګ

افغان حکومت خبرداری ورکوي، چې نړیوالې ټولنې او افغانانو طالبان تر ذره بین لاندې نیولي او د دغې ډلې هر ګام څېړي او څاري.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبري ناستې ته وویل، چې طالبانو تراوسه هم له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی او دغې ډلې له امریکا سره سیاسي ژمنه ماته کړې.

ښاغلی صدیقي خبرداری ورکوي، چې د سولې په بهیر کې د بندیانو د خوشې کولو بحثونه د حکومت د کمزورۍ په معنی نه دي او طالبان باید ځانونه ګټونکي ونه بولي.

طالبانو ته خبرداری، د دغې ډلې هر ګام د نړیوالې ټولنې تر نظر څېړنې لاندې دی، هغه ډله چې د افغان حکومت په وینا امریکا سره په خپلو کړیو ژمنو کې ناکامه شوې.

که څه هم افغان حکومت طالبان د تاوتریخوالي کمښت او مذاکراتو ته رابولي، خو خبرداری هم ورکوي، چې د دغې ډلې د غړیو هر ګام د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت تر ذره بین لاندې دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د سې شنبې په ورځ کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د افغانانو او نړیوالې ټولنې د انتقاد ګوته طالبانو ته ده.

هغه زیاتوي: "موږ طالبان ازاد کړل، څو دغه ډله له جګړې لاس واخلي، خو یادې ډلې تاتوتریخوالي ته دوام ورکړی، د سولې په پروسه کې یې ژمنې کمې دي، طالبان د افغانانو او نړیوالې ټولنې تر ذره بین لاندې دي او د دغې ډلې هر ګام به څېړي او څاري یې."

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

د ۴۴۰۰ طالبانو ازادېدل، دفاعي حالت ته د امنیتي ځواکونو تګ، د امریکايي ځواکونو کمېدل او د دغو ځواکونو د پوځي اډو تخلیه هغه موارد دي، چې ښاغلی صدیقي یې بین الافغاني خبرو ته د زمینې برابرو لپاره د هڅو په توګه یادوي.

نوموړی ټینګار کوي، چې طالبان باید دغه هڅې د افغان حکومت د کمزورتیا په معنی ونه ګڼي او د جګړې په ډګر کې هم ځان ګټونکي ونه وبولي.

ښاغلي صدیقي ټینګار کوي، چې طالبان باید د سولې فرصت له لاسه ورنه کړي او د دغې ډلې له خوا باید د مذاکراتو لپاره شرایط مطرح نشي.

افغان حکومت وايي، چې د سولې د ملي مصالحې شورا په جوړېدا سره د سولې لپاره اجماع رامنځته شوې، خو طالبان د سولې په وړاندې خنډونه جوړوي.

تازه اروپايي ټولنې له ځنډ پرته د بین الافغاني خبرو په پيل ټینګار کړی، اوس افغان حکومت وايي، چې د دوی له لوري په دې برخه کې ټولې ژمنې عملي شوي او طالبان د سولې په وړاندې په خپلو ژمنو کې سستي کوي.

د افغان ولسمشر ویاند همداشان وايي، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې فرصت له لاسه باسي او نړیواله ټولنه به هم ناهیلې کړي.

افغان حکومت داسې مهال طالبان د سولې په وړاندې د خنډونو په جوړولو او ځنډولو تورنه وي، چې دغې دلې تل ورته تورنه په افغان حکومت پورې کوي.

ولسي جرګه
ولسي جرګه

بل خوا د ولسي جرګې یوشمېر غړي وايي، که امریکا وغواړي په طالبانو فشار راوړي، نو په څو ورځو کې به دغه ډله د سولې بین الافغاني خبرو ته چمتو شي.

په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازی حمید الله توخي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پوښتنه مطرح کړه، که افغانستان او نړیواله ټولنه ذره بین لري، نو بیا ولې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیاتېږي؟

هغه زیاتوي: "دا یو شعار دی، خلک هره ورځ قرباني کېږي، که رښتیا هم امریکا له افغانستان سره دفاعي توافق نامه چې لري یې پرې عمل وکړي، په څو محدودو ورځو کې به دغه ډله د سولې خبرو ته کېني، دا ټول شعار دی، که شعار نه وي، نو ولې هره وځ تاوریخوالی زیاتېږي، حکومت هم په په بنسټونو کې د روابطو په اساس په ګمارنې بوخت دی، دا د شرم خبره ده چې وايي، طالبان مو تر څار لاندې دي."

په ورته وخت کې د طالبانو د نظامي برخې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل، طالبانو هغه ژمنې چې له امریکا سره یې په سیاسي هوکړه کې کړې، عملیې پرې کړی او له افغان حکومت سره یې ژمنې نه درلودې.

دغه ډله وايي، چې امریکا د سیاسي هوکړې ځینې برخې تر پښو لاندې کړې، خو اوس هم هڅې پر دې دي، چې له دې ټولو سره بیا هم هوکړه مثبت لور ته حرکت وکړي.

ذبیح الله مجاهد وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوې سیاسي هوکړه له ناکامي سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG