د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۲

اشرف غني: لوګر کې د مسو ۶۰ کانونه تثبیت شوي او چین سره‌یې د سپړنې خبرې روانې دي


ولسمشر محمد اشرف غني لوګر کې د یوې غونډې پر مهال
ولسمشر محمد اشرف غني لوګر کې د یوې غونډې پر مهال

افغان ولسمشر لوګر ولایت ته د سفر پر مهال وايي چې په دغه ولایت کې د مسو ۶۰ کانونه تثبیت شوي او ژر به ورباندې کار پیل کړي.

محمد اشرف غني له چین سره د مسو د کان د استخراج په قرارداد انتقاد وکړ او ویې‌ویل، که چا لږ عقل او منطق درلودای دا قرارداد به‌یې نه‌کاوه.

ښاغلی غني وايي، چین په لومړي ځل د مسو د کانونو د سپړنې په برخه کې لېوالتیا ښودلې او په دې اړه ورسره خبرې روانې دي او ژر به یوې پایلې ته سره ورسېږو.

ښاغلي غني د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د چنګاښ ۱۱» د لوګر ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف هغه ولایت ته سفر کړی.

ولسمشر غني لوګر کې له یو شمېر مشرانو سره د لیدو پر مهال
ولسمشر غني لوګر کې له یو شمېر مشرانو سره د لیدو پر مهال

محمد اشرف غني په دغه ولایت کې یوې ولسي غونډې ته وویل چې ژر به د لوګر د مسو کانونو په برخه کې کار پیل کړي.

ښاغلی غني زیاتوي: "لږ تر لږه په لوګر کې ۶۰ د مس نور کانونه تثبیت شوي، لومړی مرستیال د چین له سفارت سره د خبرو په حال کې دی، ژر به پایلې ته ورسېږو دا لومړی ځل دی چې چین یو ځل بیا په دې برخه کې علاقه ښودلې، هغه قرارداد چې په هغه وخت کې له چین سره شوی و، که څوک لږ په عقل، منطق او په قانون پوهېدای هغه قرارداد به‌یې نه‌کاوه، ژمنه کوم چې ژر تر ژر به د مسو په نورو کانونو کار شروع کړو."

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۶ کال کې چین او افغان حکومت ترمنځ د لوګر د مسو کان چې په سیمه کې د مسو تر ټولو لوی کان دی د استخراج تړون لاسلیک شو، خو د نا امنیو او یو شمېر نامعلومو دلایلو له امله تر اوسه د دغه کان د سپړنې چارې نه‌دي پيل شوي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د پکتیا، لوګر، غزني، خوست او په پکتیکا ولایت کې په زیاته اندازه باکیفیته د کرومایټ کانونه موجود دي چې د قانوني راسپړلو لپاره به‌یې ژر یوه طرحه جوړه شي.

محمد اشرف غني دغه ولایت ته داسې مهال سفر کوي چې په دې وروستیو کې د لوګر امنیتي وضعیت خراب شوی او طالبان ځیني وخت د کابل-لوګر په عمومي سړک تلاشي کوي.

ښاغلي غني مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د لوګر لپاره واضح پلان ترتیب کړي، څو د هغه ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

ولسمشر غني او ورسره پلاوی یې د لوګر له امنیتي مسؤلینو سره د غونډې پر مهال
ولسمشر غني او ورسره پلاوی یې د لوګر له امنیتي مسؤلینو سره د غونډې پر مهال

محمد اشرف غني ټینګار وکړ چې د لوګر اسیب‌پذیري په هر اړخیز ډول وارزول شي او د خلکو د امنیت تأمین او د دښمن د بریدونو د دفع کولو په برخه کې دې سمدستي اقدامات وشي.

لوګر ته د محمد اشرف غني د سفر پر مهال د وسله‌والو طالبانو له لوري په پل علم ښار د راکټونو بریدونه وشول.

یوې امنیتي سرچینې ازادي راډیو ته وویل چې په دغه بریدونو کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

لوګر د پلازمېنې کابل ګاونډ ولایت دی چې وخت نا وخت په‌کې د وسله‌والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښتې کېږي او په دغه جګړو کې ولسي خلکو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG