د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۴

د ناامنیو په زیاتوالي د کابل-لوګر لویه لار د "مرګ لار" په نوم ونومول شوه


آرشیف، د کابل-لوګر لویه لار
آرشیف، د کابل-لوګر لویه لار

د کابل ـ لوګر لویه لاره د افغانستان د ناامنو لارو په ډله کې راغلې.

هغه مسافرین چې په همدې لویې لارې تګ راتګ کوي وايي، په دې وروستیو کې دا لاره له امنیتي ګواښونو ډکه ده.

د کابل- لوګر لویې لارې ته د ډېرو ناامنیو له امله د مرګ لارې نوم ورکړل شوی دی.

د دې لارې مسافرین او د لوګر ولایت اوسېدونکي وايي چې طالبانو د لارې په اوږدو کې د تالاشۍ پوستې جوړې کړي او ټوله ورځ له امنیتي ځواکونو سره جګړیز حالت کې دي.

د لوګر اوسېدونکی سمیع جان د دې لارې په هکله ازادي راډیو ته وویل: "د کابل – لوګر لار ډېره نا امنه شوې ده، خلک نشي کولی په اسانۍ تګ راتګ وکړي، ټوله ورځ جګړه روانه وي چې عامو وګړو ته هم زیان رسوي، اوس ده لویه لار د مرګ سړک باندې مشهوره شوې ده."

د لوګر ولایت مرکز پل علم له کابل څخه ۶ کیلو مټره لیرې دی خو د لوګر اوسېدونکي وايي چې د دې ولایت یوه برخه هم باامنه نه ده.

د تېر کال عقرب میاشت لوګر ولایت د محمد اغې ولسوالۍ کې د پکتیا ولایت استېناف اجرایي محکمې ۳ قاضیان او یو کارکونکی د طالبانو لخوا ووژل شول.

د کابل- لوګر لویې لارې موټر چلونکی عبدالهادي وايي، په دې لویه لاره کې د نښتې له امله مسافرین ساعتونه په تمه پاتې کېږي.

هغه زیاتوي: "په دې لار کې جنګ روان وي، ټانکرونو ته اور ورته کوي، کله چې خبر شو چې جګړه ده مجبوره یو ساعتونه په تمه پاتې شو."

خوست او پکتیا ولایتونو ته د تګ راتګ لار هم له لوګر ولایت تېرېږي، په ځینو وختونو کې د پکیتکا ولایت اوسېدونکي هم له همدې لارې تګ راتګ کوي.

د لوګر والي ویاند دیدار لونګ ازادي راډیو ته وویل د کابل – لوګر لویې لارې د امنیت ټينګښت لپاره هڅې روانې دي.

د ښاغلي لونګ په خبره د سې شنبې په ورځ د لوګر ولایت والي او یو شمېر مسئولینو د کورنیو چارو وزارت چارواکو سره په دې اړه خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي. د لویو لارو امنیت ساتل د دې وزارت لومړیتوب دی.

فواد امان
فواد امان

د هغه په خبره، د کابل – لوګر او کابل- پکتیا لویو لارو د امنیت لپاره جدي ګامونه اخلي.

نوموړي زیاته کړه: "څه موده وړاندې د دفاع وزارت سرپرست لوګر ولایت ته سفر او نږدې یې د ياد ولایت امنیت څارنه وکړه، د لوګر والي او مسئولو چارواکو سره یې لیدنې وکړي او چارواکو ته یې امر ورکړ چې د لویو لارو د امنیت ښه کولو او په ځانګړي توګه د کابل- لوګر او کابل – ګردیز لویو لارو ته ډېره پاملرنه وشي."

د کابل لوګر لویې لارې د امنیت په اړه په داسې حال کې اندېښنې راپورته شوې چې په یادې لویې لارې کې وروستیو کې د طالبانو بیا ځلې فعالیت خبرونه ورکول کېږي.

ټولینزو رسنیو کې هم د دې لارې په اوږدو کې د طالبانو د چیک پواینټونو او ټانکرونو د سوځېدو ویډیو ګانې خپرېږي، چې له دې سره اندېښنې هم زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG