د اوبو هغه څاڅکي چې د یوه کروندګر کښت ژغوري؛ له وچکالۍ سره د مبارزې نوې حل‌لار

کندهار کې د ځمکو د اوبو کولو لپاره د پايپونو نوی سيستم.

د افغانستان په جنوب کې کروندګرو له وچکالۍ سره د مبارزې او د کښتونو د ژغورلو نوې حل‌لارې موندلي دي.

دا د کندهار په ارغندب ولسوالۍ کې د جوی لاهور په کلي کې د اوږې څلور جریبه کرونده ده.

د دې کروندې څښتن محب‌الله وايي، د اوبو دوامداره کمښت اړ کړ چې، د خپلو کروندو د خړوبولو لپاره نوې لارې چارې ومومي.

هغه وايي: "په پنځه انچه اوبو نه اوبېدل، اوس په دوه او څلور انچه اوبیږي او دا پیپونه دي، همداسې وال ده، پرې يې راخوشې کوو."

په ارغندب کې بل کروندګر نعمت‌‌الله چې پر خپلې شل جریبه ځمکې يې د انګورو تاکونه کېنولي وايي، دې نوي سیستم يې خواري کمه او حاصلات يې ښه کړي دي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "دا تقربیا درې کلن تاکان دي، خو له څلور-پنځه کلنو تاکانو سره سمون خوري، ځکه په وخت ورته اوبه ورکول کېږي، ژر غټیږي، حاصل يې تر نورو تاکانو ښه دی، خو په لښتي باندې چې اوبیږي د اوبو ضایعات راځي، خو په‌دې کې بیا راسا هغه غوچې ته اوبه ورځي، نو ځکه مو د ډراپ سیستم ته توجه کړې ده."

خو ولې په کندهار کې کروندګرو ډراپ، د څاڅکو یا قطري سیستم ته مخه کړې او دا څه ډول سیستم دی؟

افغانستان په وروستیو څو کلونو کې د اقلیمي بدلون له کبله سختې وچکالۍ، بې‌وخته بارانونو او سېلابونو ځپلی دی.

دې اقلیمي بدلون د افغانستان د نورو برخو پرتله د هېواد لوېديځ ولایتونه له هغې ډلې کندهار، هلمند، زابل، فراه، نيمروز او یوشمېر نورې سیمې سختې وځپلې.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې یا (سیف د چلډرن) د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ویلي وو، له ۳۸زرو زیات کسان چې نیمايي یې ماشومان دي د اقلیمي بدلون له امله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

کندهار کې د ځمکو د اوبو کولو لپاره د پايپونو نوی سيستم.

بل پلو، د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي وو، د اقلیمي بدلون څپو په افغانستان کې له ۸۳زرو څخه ډېر کسان زیانمن کړي، چې تر ټولو ډېر زیان يې کروندګرو ته رسولی دی.

اقلیمي بدلون له څو کلونو راهېسې اغېزې پیل کړي، په کندهار او شاوخوا سیمو کې کروندګر د کروندو خړوبولو لپاره له کلونو راهيسې د روانو اوبو پر ځای پر ژورو څاګانو تکیه دي، خو اوس په ګڼو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبه هم ډېرې ښکته تللي چې، راایستل یې او پرې کروندې خړوبول اسانه کار نه‌دی.

په دې اړه نور: سېف دِ چلډرن: د سېلابونو له امله زيانمن شوي افغانان به ژمي کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ شي

دا ننګونه د دې سبب شوې ده چې، د کندهار په دامان او ارغنداب ولسوالیو کې کروندګرو داسې حل‌لار پیدا کړې، چې د اوبو لګښت راکم او د وچکالۍ د اغېزو په وړاندې مبارزه وکړي.

کندهار کې د ځمکو د اوبو کولو لپاره د پايپونو نوی سيستم.

یوه له‌دې حل‌لارو د ډرپ، څاڅکو یا قطري سیستم پر مټ د کروندو اوبول دي.

په‌دې سیستم کې د ځمکې له تله د اوبو د راایستلو لپاره لومړی څاه‌ګانې باسل کېږي، له‌دې څاه‌ګانو په سولري تختو اوبه په حوضونو کې ذخیره کېږي او بیا له‌دې ذخیرو چې عموما کروندو او باغونو ته نژدې وي، د پایپونو په وسیله اوبه کروندو او باغونو ته انتقالیږي.

دا سیستمونه کروندو او باغونو ته د اوبو سربېره، سره او د نبات د اړتیا وړ نور خواړه هم ورسوي.

نقیب‌الله چې د کندهار په ارغنداب کې د قطري سیستم د نصب دنده پر غاړه لري وايي: "د دستګاه وظیفه دا ده چې اوبه تصفیه کړي، د تصفیې سربېره کولی شو، کښت ته درمل یا کود هم ګډ کړو او د اوبو په واسطه يې د ټولو نیالګیو بیخ ته ورسوو."

په کندهار کې د قطري سیستم د نصب د یو شرکت مسوول وايي، تر اوسه يې په ټول کندهار کې نژدې څلور سوه کروندې، باغونه او د یوشمېر کورونو چمنونه په‌‌دې سیستم پوښلي دي.

خو ایا په کروندو او باغونو کې دا سیستم په ارزنه لګول کېږي؟

د هغوو معلوماتو پر بنسټ چې په کندهار کې کروندګرو ازادي راډیو ته رالېږلي، دا سیستم د جریب او ونې په حساب لګول کېږي.

د دوی په خبره، په هر جریب ځمکه د اوبو پایپونه په ۶۵۰۰ افغانۍ او په باغونو کې هرې ونې ته په ۲۵ افغانیو د څاڅکو سیسټم ته رسول کېږي.

د دوی په خبره، هغه دستګاوې چې اوبه له حوضونو د کروندو او باغونو په لور پمپ کوي، د کوچنۍ دستګاه قېمت يې ۹۰زره افغانۍ دی.

له‌دې سیستم سربېره، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لپاره کروندګرو نورې حل‌‌‌‌لارې لکه د چک ډیمونو، وړو بندونو، پر سېلاب‌ځپلو ځمکو د مېوو او نورو حبوباتو کرل او د داسې ونو کېنول دي، چې کمو اوبو ته اړتیا لري.

ریحان پاچا چې د ارغنداب په شاه اغا دوراهي کلي کې یو کروندګر دی، د هغو ونو کرلو ته يې مخه کړې چې، کمې اوبه غواړي او مېوه يې په لوړه بیه خرڅیږي.

هغه وايي: "موږ ځکه پسته کرلې ده، چې تر انارو څو چنده ګرانه ده، انار هم ډېر مصرف کوي او هم ډېرې اوبه غواړي، خو ازرنه دي، خو پسته په تنده ټينګه ده او تر انارو ګرانه هم ده، خو بل دا چې موږ انارو ته باید هره ورځ اوبه ورکړو، خو پسته بیا په درېیو یا څلور ورځو کې اوبه کوو، خو که پستې ته تر پنځلسو ورځو اوبه ور نه‌کړو هم طاقت کولی شي."

د دوی په خبره، په هر جریب ځمکه د اوبو پایپونه په ۶۵۰۰ افغانۍ او په باغونو کې هرې ونې ته په ۲۵ افغانیو د څاڅکو سیسټم ته رسول کېږي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو پر بنسټ افغانستان د ګوتو په شمېر هغو هېوادونو په ډله کې دی چې، د نړیوال اقلیم بدلون اغېزو تر ټولو زیات ځپلی، خو تر ټولو کم د اقلیمي بدلون بحران ته چمتو دي.

ښايي افغانان اړ وي چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د هغو اغېزو د کمولو لپاره چې اقلیمي بدلون ورسره مخامخ کړي، لا نورې او ډېرې نوې حل‌لارې خپلې کړي، ځکه د اقلیم د بدلون څېړونکي وايي، دا د اقلیمي بدلون د اغېزو پیل دی او ښايي راتلونکي کلونه دا نړیوال ناورین د خلکو په وړاندې نورې ننګونې هم رامنځته کړي.