د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۲

د کندهار په تخته‌پُل ولسوالۍ کې د اوبو د کمښت له امله ډېری خلک نورو سيمو ته کډه شوي


د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ.
د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ.

د تخته‌پُل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ډېرو سیمو اوسېدونکي د اوبو د کمښت او نه‌شتون له امله نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ، چې د دې ولایت سوېل ختیځ ته موقعیت لري، خلک یې د سختې وچکالۍ او اوبو د کمښت له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

د دې ولسوالۍ د یو شمېر سیمو اوسېدونکي چې ډېری یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي، وایي اوبو ته يې لاس‌رسی تقریباً ناممکن شوی دی.

د تخته‌پُل ولسوالۍ د ملید سیمې یو اوسېدونکی محمد نعیم وایي، د اوبو نه‌شتون یې ورځنی ژوند سخت کړی دی.

هغه وايي، ډېرې کورنۍ له‌دې امله اړې شوې، چې خپلې سیمې پرېږدي او هغه کسان چې پاتې دي هم په خبره یې خورا سختو شرایطو کې ژوند کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "زموږ اوبه ټولي ختمې شوې، اول خو په څاګانو کې اوبه وچې شوي، بیا هم کوم ځای پیدا شي د څښلو نه‌دي ترخې دي، خلک مو ټول کډه شول، څوک ښارونو ته ولاړل څوک نورو سیمو ته کډه شول خاص د دغه وچکالۍ په خاطر."

د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ.
د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ.

د تخته‌پُل ولسوالۍ دوه نور اوسېدونکي فدامحمد او نظرجان هم د وچکالۍ او د اوبو د کمښت ستونزه تأییدوي او وایي، تر ۶۰سلنه زیات خلک له‌دې ولسوالۍ څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

د دوی په وینا، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو نور خلک به هم مجبوره شي چې خپل کور-کلی پرېږدي.

دوی د طالبانو له حکومت او مرستندویه مؤسسو وغوښتل چې په سیمه کې د اوبو د مهارولو بېلابېلې پروژې عملي کړي.

فدامحمد وايي: "اوبه نه‌شته، وچکالي ده څاه‌ګانې وچې دي، برمې مو ووهلې خو اوبه نه کوي چې هغه ډېرې اوبه وکړي یو اینچ اوبه وي ان د څښاک اوبه هم نه‌شته، دولت دې د اوبو غم وخوري اوبه دي پيدا کړي."

د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ.
د کندهار تخته‌پُل ولسوالۍ.

نظرجان وايي: "د اوبو ستونزو لرو، کارېزونه وچ دي باوړۍ کې هم اوبه نه‌شته، حکومت او مؤسسې دي زموږ سره په‌دې برخه کې همکاري وکړي، چې زموږ د اوبو مشکل حل شي."

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت سیمه‌ییزو چارواکو ویلي وو، چې د وچکالۍ او اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره یې په دغه ولسوالۍ کې درې لوی چیک‌ډيمونه جوړ کړي او د یوه بل چیک‌ډيم د جوړولو کار یې تازه پیل کړی دی.

که څه هم په تخته‌پُل کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي د ستونزې د حل لپاره د اقداماتو ادعا کوي، خو د سیمې اوسېدونکې وایي، دا ګامونه کافي نه‌دي او په‌دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتیا ده.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG