د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۷

د طالبانو يو پلاوی د اقليمي بدلون په کنفرانس کې د ګډون لپاره اذربايجان ته لاړ؛ دا کنفرانس څومره مهم دی؟


ټاکل شوې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس سبا دوشنبه د لړم پر ۲۱مه پیل او د لیندۍ یا قوس تر دویمې دوام وکړي.
ټاکل شوې د ملګروملتونو د اقلیم د بدلون کنفرانس سبا دوشنبه د لړم پر ۲۱مه پیل او د لیندۍ یا قوس تر دویمې دوام وکړي.

د طالبانو حکومت د چاپیريال ساتنې ادارې د سرپرست په مشرۍ یو پلاوی د ملګروملتونو د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس (سي‌او‌پي- ۲۹) کې د ګډون په موخه د اذربایجان پلازمېنې باکو ته روان شو.

"موږ به هڅه وکړو چې په‌دې کنفرانس کې په مختلفو فورمونو کې له نړیوالو سره دا شریک کړو چې، افغانستان څومره د اقلیمي بدلون څخه زیانمن شوی
مولوي مطیع‌الحق خالص

دا پلاوی چې مشري یې د طالبانو حکومت د چاپیريال ساتنې ادارې سرپرست مولوي مطیع‌الحق خالص کوي د یک‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۰مه) اذربایجان ته روان شو.

ښاغلي خالص باکو ته د روانېدو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "موږ به هڅه وکړو چې په‌دې کنفرانس کې په مختلفو فورمونو کې له نړیوالو سره دا شریک کړو چې، افغانستان څومره د اقلیمي بدلون څخه زیانمن شوی او ستونزې یې لیدلي دي او دا زموږ لپاره یو فرصت دی چې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړو."

د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس (سي‌او‌‌پي-۲۹) چې د نومبر له ۱۱مې نېټې څخه د نومبر تر ۲۲مې د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې جوړېږي، د بېلابېلو هېوادونو مشران به په‌‌‌کې ګډون وکړي.

که څه هم د طالبانو حکومت د چاپیريال ساتنې ادارې سرپرست ونه ویل چې په کوم ظرفیت به په‌‌دې کنفرانس کې ګډون کوي، خو د فرانس پرس خبري اژانس د یک‌شنبې په ورځ د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې، د طالبانو پلاوی به د باکو په کنفرانس کې د څارونکي په توګه ګډون وکړي.

طالبان تر دې مخکې په مصر او متحده عرب اماراتو کې د ملګروملتونو په نوښت د اقلیمي بدلون غونډو ته نه وو وربلل شوي.

افغانستان د اقلیمي بدلون په وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی.

د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ، سېلابونه، مرګونې زلزلې او سخت توفانونه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون نورې پایلې دي چې خلک یې بې زیانه نه‌دي پرېښي.

یوه لویه اغېزمنه برخه کروندګر او بڼوال دي.

فاریاب ولایت کې بزګر معاذ‌الله ازادي راډيو ته وويل: "د تېرکال په سېلاب کې چې د باران او ږلۍ له امله پېښ شو موږ له حده ډېر زیانمن شو. د اقلیم د بدلون له امله دا څرګنده نه‌‌ده چې زموږ راتلونکی به څه وي او څه به کېږي."

دغه‌راز د بغلان ولايت يو کروندګر نورالله وايي: "دلته ډېر خطرناکه ورښتونه کېږي زموږ ځمکې د سېلاب تر ګواښ لاندې دي. د دې ترڅنګ په‌‌دې څو کلونو کې وچکالي هم خلکو ته ډېر زیان رسولی."

یوه لویه اغېزمنه برخه کروندګر او بڼوال دي.
یوه لویه اغېزمنه برخه کروندګر او بڼوال دي.

د چاپیریال ساتنې برخې پوه سید عبدالباسط رحماني د ملګروملتونو د اقلیمي بدلون په نړیوال کنفرانس (سي‌او‌پي- ۲۹) کې د طالبانو حکومت لپاره ګډون مهم ګڼي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د باکو په غونډه کې ګډون تر یوې ډیپلوماتیکې پېښې څخه زیات دی او د افغانستان د اقلیمي ننګونو مطرح کولو لپاره یو حیاتي فرصت دی، څو نړیوال ملاتړ راجلب کړي او د افغانستان د چاپیریال او خلکو د ساتنې لپاره د حل عملي لارې ومومي."

په ورته وخت کې د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو‌ايف‌‌پي) د یک‌شنبې په ورځ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، له وچکالۍ څخه نیولې تر سېلابونو پورې، اقلیمي بحران، په افغانستان کې د ټولنو لپاره ویجاړونکی دی.

مخکې هم د ملګروملتونو په ګډون یوشمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه په وار وار اندېښنه ښودلې ده.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG