د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

ایف‌آرسي: په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې ۴۰۰ ځلې زلزله ثبت شوې


د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۱مه د هرات په انجیل کې زلزلو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.
د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په ۱۱مه د هرات په انجیل کې زلزلو سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل.

د افغاني سره میاشت او د سره صلیب نړیوال فدراسیون وایي، په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې سلګونه ځلې زلزله ثبت شوې ده.

د افغاني سرې میاشتې او سرصلیب نړیوال فدراسیون "ایف‌آرسي" وایي، افغانستان د زلزلو له امله له زیانګالو هېوادونو دی او په تېرو درېیو کلونو کې په دغه هېواد کې ۴۰۰ ځلې زلزله ثبت شوې ده.

دغه فدراسیون د دوشنبې په ورځ د نومبر په څلورمه د یو راپور په خپرولو ویلي چې افغانستان د اقلیم د بدلون او د طبیعي پېښو د ګواښونو له مخې، څلورم او د اقلیم د تطابق په نړیوال شاخص کې د زیانګالو او چمتووالي له مخې په ۲۴م او ۲۶م ځای کې راغلی دی.

بلخوا په هرات او ځینو نورو ولایتونو کې یو شمېر زلزله ځپلې کورنۍ وایي چې په تېرو درېیو کلونو کې سخت زیانونه وراوښتي او لا هم د سرپناه په جوړولو توانېدلي نه دي.

د هرات ولایت اوسېدونکی او زلزله ځپلي نصیراحمد ازادي راډیو ته وویل: "یوه بوږنوونکې پېښه وه چې د زنده جان پر اوسېدونکو راغله، له ۱۵۰۰ تر ۲۰۰۰ خلک په کې شهیدان شول، کورونه راونړېدل او خلک بې‌ځایه شول، لا هم د خلکو ټولې ستونزې حل شوې نه دي، خو بیا هم مرستې شته او کورونه جوړوي."

د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې اوسمهال په خېمو کې ژوند کوي.
د هرات زلزله ځپلې کورنۍ چې اوسمهال په خېمو کې ژوند کوي.

د افعانستان په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې په ۶،۳ رېښتر درجې زلزله شوې وه.

هغه مهال د طالبانو حکومت په یاده پېښه کې د مړه شویو شمېر ۲۴۴۵ او د ټپیانو هغه یې بیا ۲۴۴۰ اعلان کړی و.

د طالبانو حکومت دغه راز په پکتیکا ولایت کې چې په ۲۰۲۲م کال کې زلزله شوې وه، ویلي وو چې په دغه پېښه کې بیا ۱۰۰۰ کسان مړه او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "په پکتیکا ولایت کې زلزلو ډېر خلک هم په ځاني او هم په مالي لحاظ وځپل، کورونه او کلي یې ویجاړ کړل، هغه مرستې چې د ځینو نړیوالو او کورنیو بنسټونو له‌خوا شوې وې، د قناعت وړ نه وې، دا اوس هم د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې خلک له ژور بشري ناورین سره مخ دي، باید ووایم چې له بده مرغه هغه مرستې هم چې شوې وې سم ځای ته نه وې رسېدلې او لاسوهنه په کې شوې وه."

"ایف‌آرسي" په خپل راپور کې زیاته کړې چې افغانستان له اوږدمهالي او پېچلو کړکېچونو سره مخ دی او د دغو بشري اړتیاوو اصلي محرکات په پرله‌پسې توګه ناورینونه، د اقلیم د بدلون مخ په زیاتېدونکي اغېزې، د نفوس بې‌ځایه کېدل، اقتصادي ننګونې، د خوړو نه خوندیتوب او د روغتیا په برخه کې د پام وړ تشې رامنځته کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، افغانستان د اقلیمي بدلون له امله د لسو زیانګالو هېوادونو په کتار کې دی چې دغو پېښو ته یې د رسېدنې لپاره کمې اسانتیاوې هم په واک کې دي.

د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په پنځمه زلزلې په پکتیکا کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل او دغه راز درانه مالي زیانونه یې هم واړول.
د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په پنځمه زلزلې په پکتیکا کې سلګونه کسان مړه او ټپیان کړل او دغه راز درانه مالي زیانونه یې هم واړول.

د زلزله تر څنګ، سېلابونه، وچکالۍ، د اوبو د زېرمو کمښت او شدید بادونه په افغانستان کې د اقلیمي بدلون پایلې دي چې خلک یې سخت زیانمن کړي دي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې او سره صليب نړيوال فدراسيون پنځه ورځې وړاندې په يوه راپور کې ويلي وو چې د ۲۰۲۴م کال د اپرېل په لومړيو کې د سختو بارانونو له امله ناڅاپه سېلابونو، چې د مې تر نيمايي پورې يې دوام درلود، په افغانستان کې لږ تر لږه ٣٠٠ کسان وژلي دي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د طببعي پېښو له امله ۲۸۰زره کسان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي او شاوخوا یو میلیون یې تر ګواښ لاندې راوستي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG