د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۸

ډبيلو‌ايچ‌او: د ختيځې مديترانې په سيمه کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې افغانستان کې ثبت شوي دي


له ارشيفه په کولرا د اخته يو شمېر ناروغانو انځور
له ارشيفه په کولرا د اخته يو شمېر ناروغانو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو‌ايچ‌او) د افغانستان سربېره په نړۍ کې د کولرا انتاني ناروغۍ چې "نس‌‌‎ناستی" او "کانګې" یې لومړنۍ نښې دي وروستي ارقام خپاره کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د ختیځې مديترانې په سیمه کې د کولرا تر ټولو ډېرې پېښې په افغانستان کې ثبت شوې دي.

"زما د کاکا لمسۍ له هغې ورځې چې پیدا شوې وه اسهال وه، شاوخوا دوه میاشتې د صحت طفل په روغتون کې بستر وه، خو ښه نه‌‌شوه او په روغتون کې یې ساه ورکړه."
د پروان اوسېدونکې عبدالصبور

دغه سازمان د جمعې په ورځ (د اکټوبر ۱۸مه) د روان کال د سپټمبر میاشتې د نړیوالې احصائیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې ۱۷،۸۵۶ پېښې ثبت شوي چې دا د ختیځې مدیترانې په سیمه کې تر ټولو لوړ شمېر دی.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، که څه هم د ختیځې مدیترانې سیمې په پنځه هېوادونو (افغانستان، سوډان، پاکستان، یمن، سومالیا) کې د کولرا پېښې ۶ سلنه کمې شوي، خو په مړینه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د پروان ولایت اوسېدونکی عبدالمصور چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې یې د کورنۍ کوچنۍ غړې د سخت نس‌ناستې له کبله چې د کولرا لومړنۍ نښه بلل کېږي مړه شوې، په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زما د کاکا لمسۍ له هغې ورځې چې پیدا شوې وه اسهال وه، شاوخوا دوه میاشتې د صحت طفل په روغتون کې بستر وه، خو ښه نه‌‌شوه او په روغتون کې یې ساه ورکړه."

د نوموړي په خبره په چم ګاونډ کې یې ګڼ نور کسان هم په‌دې ناروغۍ اخته شوي او دوی یې په اړه اندېښمن دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له‌‌‌مخې په تېرې سپټمبر میاشت کې په افغانستان کې د "کولرا" ناروغۍ له کبله د مړینې اووه پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان همدا شان د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۴مه په یوه راپور کې ویلي و، چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې په افغانستان کې د کولرا "شدیدې نس‌‌‌‌ناستې" له امله ۷۰ تنه مړه شوي دي.

د انتاني ناروغیو متخصص ډاکتر فریدالله عمري بیا د کولرا ناروغۍ په اړه ازادي راډيو ته وویل: "کولرا چې په عامه اصطلاح وبا هم ورته وایو یوه ساري، سخته او انتاني ناروغي ده، د دغه ناروغۍ له کبله په لومړیو څو ساعتونو کې انسان له شدید نس‌‌‌‌ناستي سره مخ کېږي او د بدن مایعات ‎یې کمېږي او که پرمختګ وکړي نو د مړینې سبب‎ یې هم کېدای شي، باید ووایم چې په‌‌‌دې ناورغۍ لویان، ښځې، ماشومان او ټول پرې اخته کېدای شي."

د ښاغلي عمري په خبره له ناپاکو اوبو استفاده، په سمه بڼه د لاسونو نه‌ مینځل، د مېوو او ترکاریو سم نه‌ مینځل، د شخصي حفظ‌الصحې نه‌ مراعتول، له تاریخ تېرو توکو ګټه اخیستنه او په غیر معیاري توګه د خوراکي توکو ساتل د یادې ناروغۍ مهم عوامل دي چې باید پام ورته وشي.

هلمند کې د نس ناستې يو شمېر ناروغان
هلمند کې د نس ناستې يو شمېر ناروغان

د کولرا ناروغۍ په اړه د روغتیا نړیوال سازمان د وروستي راپور له‌‌‌مخې هغه ټولنې چې له طبیعي افتونو، بې‌‌‌وزلۍ، شخړو، په ناببره توګه د اقلیمي بدلون له څپو، د وګړو له بې‌‌ځایه کېدو سره مخامخ دي او لازمي روغتیايي اسانتیاوو ته لاس‌رسی نه‌‌‌‌‌لري له کولرا څخه ډېرې اغېزمنې کېږي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د بې‎‌‌‌وزلۍ د مخ پر زیاتېدونکې کچې سربېره دلته په وروستیو څو میاشتو کې د اقلیمي بدلون څپو ګڼو خلکو ته درانه مالي او ځاني تاوانونه واړول او ورسره هم‌‌‌‌‌مهاله په کراتو د انتاني ناروغیو د خپرېدو او زیاتوالي په اړه هم اندېښنې مطرح شوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG