د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۵ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

ډبيلو‌ايچ‌او: افغانستان کې په تېرو لسو مياشتو کې د نس‌ناستې ناروغۍ له امله ۷۰ تنه مړه شوي


د ډبیلو‌‌ایچ‌او د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د تېرې سپټمبر له ۲۹مې د روانې اکتوبر تر شپږمې نېټې د نس‌ناستې له امله درې له پنځه کلونو کم‌عمره ماشومان مړه شوي چې دوه یې نجونې دي.
د ډبیلو‌‌ایچ‌او د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د تېرې سپټمبر له ۲۹مې د روانې اکتوبر تر شپږمې نېټې د نس‌ناستې له امله درې له پنځه کلونو کم‌عمره ماشومان مړه شوي چې دوه یې نجونې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو‌ایچ‌او) اعلان کړی چې، په تېرو لسو میاشتو کې په افغانستان کې د نس‌ناستې یا اسهال له امله ۷۰ تنه مړه شوي دي.

ډبيلو‌ايچ‌او ويلي، د روان ۲۰۲۴ میلادي کال له پیل راهیسې په‌دې ناروغۍ یو لک ۴۶ زره ۵ سوه او ۵۵ کسان اخته شوي دي.

دغه سازمان پرون دوشنبه د اکتوبر ۱۴مه په خپل اوونیز راپور کې لیکلي چې، تر اوسه د دې ناروغۍ له امله ۷۰ کسان مړه شوي هم دي.

په راپور کې راغلي دي، دغه کسان د افغانستان په ۳۴۶ ولسوالیو کې په یادې ناروغۍ اخته شوي، چې ۵۵،۳ سلنه یې تر پنځو کلونو کم‌عمره ماشومان او ۴۹،۶ سلنه یې ښځې دي.

د ډبیلو‌‌ایچ‌او د معلوماتو پر بنسټ، یوازې د تېرې سپټمبر له ۲۹مې د روانې اکتوبر تر شپږمې نېټې د نس‌ناستې له امله درې له پنځه کلونو کم‌عمره ماشومان مړه شوي چې دوه یې نجونې دي.

دغه سازمان دا هم ویلي چې، په‌دې موده کې د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې د نس‌ناستې ۳ زره ۲ سوه ۲۸ نورې پېښې ثبت شوي دي، خو په راپور کې راغلي دي چې د تېرو میاشتو په پرتله د دغه ناروغۍ پېښې ۱۱ عشاریه ۷ سلنه کمې شوي دي.

پکتیا، نیمرور، لوګر او کابل هغه ولایتونه دي چې د راپور په ټکو د نورو ولایتونو په پرتله په‌کې د نس‌ناستې ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

له ارشيفه په کولرا د اخته يو شمېر ناروغانو انځور
له ارشيفه په کولرا د اخته يو شمېر ناروغانو انځور

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله د مړینې خپرېدو د راپورونو په اړه اندېښنې موجودې دي.

یوشمېر کورنۍ وايي، د نس‌ناستې د ناروغۍ خپرېدو اندېښمن کړي دي.

څلور ورځې په کور کې تر درملنې لاندې و، وروسته مو روغتون ته یووړ، که څه هم ډاکترانو ورته دوا ورکړه خو درملنه یې ونه‌شوه او مړ شو."

د کابل ښار اوسېدونکي عبدالمصور ازادي راډيو ته وويل، څه موده وړاندې يې د خور یو نیم کلن زوی په‌دې ناروغۍ تر اخته کېدو وروسته په روغتون کې ومړ.

هغه وايي: "زما د خور یو زوی چې څه موده مخکې په نس‌ناستې اخته شوی و، څلور ورځې په کور کې تر درملنې لاندې و، وروسته مو روغتون ته یووړ، که څه هم ډاکترانو ورته دوا ورکړه خو درملنه یې ونه‌شوه او مړ شو."

د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ اوسېدونکى ګل باچا هم وايي چې، یو زوی یې په‌دې ناروغۍ اخته شوی وو.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "زما درې کلن زوی څه موده وړاندې اسهال شو، وروسته په خوارځواکۍ اخته شو، اوس کار او روزګار نه‌شته چې دې ماشوم ته ښه خواړه برابر کړم، ښه خواړه ورته نه‌شو رسولای، زه له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوم چې له موږ سره مرسته وکړي، موږ بې‌وزله خلک یو."

روغتیا پالان وايي، نس‌ناستی یا اسهال داسې ناروغي ده چې د یو ناروغ انسان د بدن معایات کموي او که پرمختللو پړاونو ته ورسیږي د مړینې لامل ګرځي.

د داخله ناروغیو متخصصې مریم رسولي ازادي راډيو ته وویل: "دا ناروغي چې پرمختللي پړاو ته داخله شي، د انسان د مړینې لامل ګرځي، دغه‌شان په‌دې پړاو کې د دې ناروغۍ میکروب د انسان معدې ته داخلیږي چې له امله یې هیڅ ډول خوراک د انسان بدن نه‌‌شي جذبولای، چې وروسته د ناروغ د بدن معایات کمیږي، د مخنیوي لپاره یې پاک چاپیریال، نظافت مراعتول، د میکروب ضد درملو استفاده او د ډېرو مايعاتو اخیستل اړین دي."

د روغتیا نړیوال سازمان په‌داسې حال کې په افغانستان کې په نس‌ناستې د لسګونه زره کسانو د اخته کېدو خبر ورکوي چې، ډېری ناروغ لرونکي له خراب اقتصادي وضعیت شکایت کوي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي.

دوی وايي، یوازې بې‌‌وزلي نه، بلکې روغتیايي مرکزونو او متخصصو ډاکترانو ته هم لاس‌رسی نه‌لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG