د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

د عامې روغتیا وزارت په ماشومانو کې د وینې د سرطان پر زیاتېدو اندېښنه ښيي


ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې د یوه افغان ناروغ ماشوم انځور
ارشیف، د کابل په یوه روغتون کې د یوه افغان ناروغ ماشوم انځور

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ماشومانو کې د وینې د سرطان پر زیاتېدو اندېښنه ښيي.

د وینې په سرطان اخته دولس کلن ماشوم لطف الله چې د درملنې لپاره له بادغیسه د کابل د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا روغتون ته راوړل شوی او له اوو میاشتو راهیسې په دغه روغتون کې بستر دی، وايي چې ترپنځم ټولګي ېې زده کړې کړي، خو د سختې ناروغۍ له امله نور ونه توانېد چې ښوونځي ته ولاړ شي.

دی وایي:

"لومړی مې پښو او لاسونو درد کاوه، له بادغیسه هرات ته راغلو، د هډوکي د وینې له معاینې وروسته یې وویل، وینه دې میکروبي شوې، بیا کابل ته راغلم، اووه میاشتې کېږي چې دلته بستر یم، ۵۰۰۰ افغانۍ مې ولګېدې، ۹ واکسینه مې واخیستل، یو یې پاتې دی، له هغې وروسته بیا معاینه کېږم چې څومره نتیجه یې ورکړې ده."

د لطف الله د بستر ترڅنګ د ده مور چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، ناسته وه او ویل یې چې زوی یې په لومړي سر کې د وینې د کموالي ستونزه لرله، ټول ځان یې له میکروبي دانو ډک شو او شدید نس ناستی یې کاوه، وروسته تشخیص شوه چې د وینې په سرطان اخته دی.

ارشیف، یوه افغان مېرمن له خپل ناروغ ماشوم سره د کابل د ماشوم روغتیا په روغتون کې
ارشیف، یوه افغان مېرمن له خپل ناروغ ماشوم سره د کابل د ماشوم روغتیا په روغتون کې

​د لطف الله مور وايي، د نورو لګښتونو ترڅنګ، هر امپول چې زوی ته یې کېږي، له بازاره یې په ډېرو پیسو اخلي:

دې زیاته کړه:

"د ناروغۍ په لومړیو کې یې سر او ملا درد کاوه، بیا مو کابل راوست، تراوسه ورته ۹ واکسینه شوي چې یو پاتې دی، هر واکسین مو په ۱۶، ۱۷ زره افغانۍ رانیولی، اوس مو هم ۷۹۰۰ افغانیو واکسین واخیستل، خدای دې وکړي چې ښه شي."

په دغه روغتون کې چې هرڅومره د وینې په سرطان اخته ماشومان بستر دي، اکثره یې له بېلابېلو ولایتونو راوړل شوي دي.

یو بل ناروغ ماشوم ۱۵ کلن حمیدالله چې د سر او وریځو ویښتان یې توی شوي، د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین له ولسوالۍ دغه روغتون ته راوړل شوی دی

ده وویل:

"۵ میاشتې کېږي چې په دغه روغتون کې بستر یم، په تخار کې مې له پوزې وینه راتلله، درد مې ډېر و، اوس لږ څه ښه یم چې ګرځم، ساه مې تنګه او سینه مې درد کوي."

د وینې سرطان په ماشومانو کې د شایع کېدونکي سرطان نمونه ده او په هغو خطرناکو ناروغیو کې شامل دی چې ریښه یې د وینې په سلولونو او د هډوکو په مغز کې ده.

له وریو او پوزې د دوامدارې وینې راتلل، د هډوکو دوامدر دردونه، دوامداره تبه، مکرر عفونت، په ورنونو او اوږو کې د پوستکي راوتل، دوامداره ستومانتیا او د انرژۍ کموالی په ماشومانو کې د وینې د سرطان نښې دي.

د اندراګاندي د ماشوم د روغتیا روغتون د ماشومانو د داخله ناروغیو متخصص ډاکتر محمد عارف حسنزي ازادي راډیو ته وویل، که په ماشومانو کې د وینې سرطان په وخت تشخیص او درملنه یې وشي، د درملنې وړ دی.

ده وویل:

"که یو ماشوم هر ځل تبه کوي او په هېڅ ډول انتي بیوتیک نه ښه کېږي، دا یو اشتباهي حالت دی او باید تشخیص شي، که تشخیص هر څومره ژر وشي ، نتیجه به یې ښه وي، درملنه یې دوه برخې لري، یوه دا چې ناروغ ته درمل ورکول کېږي او بله یې ناروغ ته شعاع ورکول دي چې په خواشينۍ سره په دې روغتون کې نه شته."

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د سرطاني ناروغیو د کنټرول د پروګرام مسؤل میهن عبدالله وايي، هره ورځ د وینې په سرطان لس یا پنځه لس اخته ماشومان د اندراګاندي روغتون ته مراجعه کوي.

نوموړی وایي:

"زموږ هڅه دا ده چې په دغه روغتون کې د سرطان د مرکز یا وارډ ډېر تجهیز او ملاتړ وکړو او همدارنګه د ثدیه د سرطان د تشخیص مرکزونه چې د کابل په استقلال او د هرات په ولایت کې دي، هغه هم تجهیز او پیاوړي کړو."

ډاکتر میهن عبدالله وايي، د هوا ککړتیا، فاسد خوراکي مواد، د باروتو لوګي او د ډول ډول وسلو کارول د وینې په سرطان د اخته کېدو عمده لاملونه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG