د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۸

تور ژېړی څه شی دی او ولې په دې ناروغۍ معتادین ډېر اخته کېږي؟


په کابل کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې روغتون ډاکټران وايي چې په دې روغتون کې نېږدې دوه سلنه معتادین د ژیړي په ناروغۍ اخته دي.

د دغو ناروغانو له ډلې یو تن جان علي نومېږي، رنګ یې ژېړ اوښتی او له ژوند څخه ناهیلی ښکاري او په رېږدېدلي غږ وايي چې په تور ژېړي اخته دی.

جان علي ۳۰ کلن ځوان دی، نېږدې پنځه کاله يې نشه کوله او اوس ابن سینا روغتيايي مرکز کې بستر دی، دی وايي چې د پیچکارۍ له لاری يې نشه يي توکي استعمالول.

جان علي وایي:

"کله چې دلته ډاکټرانو معاینه کړم، نو راته ويې ويل چې تور ژېړی لرې، زه ډېر خواشینې شوم، ځکه ما اورېدلي وو چې تور ژېړی یوه وژونکې ناروغي ده، زه غواړم چې ښه شم او درملنه مې وشي، خو نه پوهېږم چې درملنه مې به مې وشي که نه."

د جان علي نېږدې ملګری سرور چې خپله هم معتاد او په دې روغتون کې له جان علي سره یوځای بستر دی، وايي، کله چې جان علي پوه شو چې په ژېړي اخته شوی، نو ډېر ناهيلی شو او نه یې غوښتل چې له خپلو ملګرو سره ناسته او ولاړه ولري.

نوموړي وویل:

"مایوسه شوی و، له ملګرو څخه به لرې ګرځېده، له چا سره یې خبرې نه کولې، خو بیا به هم زه ورتلم او ارام کاوه به مې."

د ابن سینا د معتادینو د درملنې روغتون پخوا په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو پوځي اډه وه او د «فینیکس» په نوم یادېده، خو اوس د کابل ښار له واټونو او کوڅو څخه یو شمېر معتادین پکې راټول شوي او درملنه يې کېږي.

دې روغتون ته پر کابل سربېره له شااوخوا ولایتونو څخه هم يو شمېر معتادين د خپلو کورنیو لخوا راوړل کېږي.

د دې روغتون مرستیال واحد الله کوشان وايي، هر معتاد تر بستر کېدو مخکې معاینه کېږي، که چیرې کومه ناروغي ولري، نو لازم تدابير او امکانات ورته برابرېږي.

دی وايي چې په دې روغتون کې په نشه يي توکو شااوخوا زر تنه روږدي کسان بستر دي چې یو شمېر یې د ځينو خطرناکو ناروغیو ترڅنګ، د ژېړي په ناروغۍ هم اخته دي.

ښاغلي کوشان زیاته کړه:

"تور او سپین ژېری دوه ناروغۍ دي چې زموږ ډېر هېوادوال پرې اخته دي او عامل یې یو ډول وایروس دی چې درملنه نه لري، دغه ناروغي په نشو روږدو کسانو کې ډېره ده، زموږ روغتون ته چې کوم ناروغان راځي، لومړی معاینه کېږي، په دوی کې په سلو کې دوه يې د ژېړي په ناروغۍ اخته دي."

ژېړی یوه ساري ناروغي ده چې د یو ډول وایروس څخه پيدا کېږي او له ناروغ څخه روغ شخص ته د وینې او بدن د اوبو د تماس له لارې انتقالېږي.

ژېړی په عمومي ډول پنځه ډوله دى چې تر ټولو خطرناک ډول یې تور ژېړی دی.

د ژېړي نښې دا دي چې د انسان د شونډو دننه او شااوخوا ژېړېږي، اشتها يې کمېږي او که ژېړی نور پرمختګ وکړي، نو د ناروغ سر ګرځي، ټول بدن په تېره نس او پښې یې پړسېږي، تبه، خوا ګرځی، نس ناستى، د سترګو سوځېدل، د بدن سستي او بې حالي د ژېړي نورې نښې نښانې دي.

په کابل کې د انتاني روغتون د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر فریدالله عمري وايي، که څه هم ژېړی یوه خطرناکه او وژونکې ناروغي ده، خو وقايه کېدای شي، ياني خلک کولای شي چې له دې ناروغۍ څخه ځانونه خوندي کړي، دا ناروغي د سرنج له لاري په اسانۍ سره له ناروغ څخه روغ شخص ته ورځي چې په دې لړ کې يوه لويه برخه د معتادينو ده.

ښاغلی عمري زیاتوي:

"د عادي خلکو په پرتله معتادین د توراو سپین ژېړي له خطر سره ډېر مخ دي، ځکه دوی د يوې خوا له مشترکو سرنجونو څخه کار اخلي او له بلي خوا د بدن معافیت هم ضعیف وي، هغه سرنجونه چې دی کار ترې اخلي، مخکې په ژېړي اخته ناروغانو کار ترې اخېستی وي."

ډاکټر عمري وايي، د ژېړی وایروس چاپیریال ککړولای شي او تر ۷ ورځو پورې ژوندی وي.

که څه هم په افغانستان کې په ژېړي اخته ناروغانو دقیقه شمېره نه ده معلومه، خو په کابل کې د انتاني روغتون د چارواکو په خبره، په هرو ۱۰ ناروغانو کې یو یې د ژېړي په ناروغۍ اخته دی.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ژېړی په وروستی حالت کې انسان وژني، کله چې په چا کې د ژېړي نښې نښانې وليدل شي، بايد ژر يې درملنه وشي.

د تور ژېړي د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار د تور ژېړي د واکسین کول دي چې بايد سړی په منظم ډول درې ځله واکسين شي او ټوله دوره يې شپږ مياشتي وخت نيسي.

څرنګه چې دا يوه خطرناکه ناروغي ده، نو بايد د وقايې یا مخنیوي لپاره ماشومان، لويان، ښځې او نارينه د تور ژېړي د مخنيوي لپاره واکسين وکړي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG