د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۷ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

ځینو ولايتونو کې د کال لومړۍ واوره؛ يو شمېر افغانان ورته خوښ، خو نور یې اندېښمن کړي


ارشیف: په غزني کې ورېدلې واوره
ارشیف: په غزني کې ورېدلې واوره

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې د سږ کال لومړنۍ واوره ورېدلې ده.

د میزان یا تلې میاشت چې د مني د موسم لومړنۍ میاشت بلل کېږي، په‌کې د کابل د غرونو څوکې واورو سپینې کړي.

خو دا یوازې د کابل ښار شاوخوا سیمې نه‌دي چې د سږ کال لومړنۍ واوره په‌کې شوې ده، بلکې د پلازمېنې د پغمان د ولسوالۍ تر څنګ د غزني او د میدان وردګو په ځینو ولسوالیو کې هم واوره ورېدلې ده.

يو شمېر کسان ورته خوښ دي، خو ځينې يې اندېښمن کړي.

د کابل د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکى حسيب‌الله وايي، تېر کال وچکالۍ سخت ځپلی و، ځکه سږنې واورې ته ډېر خوښ دی.

هغه وايي: "الحمدالله پرون دلته واوره ورېدلې ټول خلک خوښ دي او راتلونکي کال ته خوشبينه دي چې يو ښه راتلونکى کال به ولري، اوبیز کال به وي حاصلات به ښه وي تېرو کلونو کې مو د وچکالۍ له امله ډېره زيان وليده."

خو یو شمېر کسان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی، اندېښمن دي چې ژمی له وخته مخکې راغی او د خپلو کورنو د تودولو لپاره څه نه‌لري.

دغه بې‌وزله کورنۍ اندېښنه ښيي او وايي، د دوى لپاره ژمى د نويو سختيو پيل دى.

یو شمېر افغانان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی، اندېښمن دي چې ژمی له وخته مخکې راغی او د خپلو کورنو د تودولو لپاره څه نه‌لري.
یو شمېر افغانان چې اقتصادي وضعیت یې ښه نه‌دی، اندېښمن دي چې ژمی له وخته مخکې راغی او د خپلو کورنو د تودولو لپاره څه نه‌لري.

د غزني ولايت ناور ولسوالۍ چې تېره شپه په‌کې واوره ورېدلې، یو اوسېدونکي یې کریم مایار ازادي راډيو ته وویل: "تېره شپه ناوخته زموږ د ناور ولسوالۍ په اکثره ساحو کې واوره ورېدلې چې له بده‌مرغه زموږ د ناور ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي د ژمي او يخ موسم په رارسېدلو سره چې له وخت مخکې راغى اندېښمن دي او ستونزو سره مخ دي."

نوموړى د مرستندویه بنسټونو څخه د مرستو غوښتنه کوي.

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی خيرمحمد وايي: "د ناور ولسوالۍ د نورو ولسواليو په پرتله ډېره يخه ده ساحې يې ډېرې لوړې دي، د شمس‌الدين کوتل ډېر لوړ دى او لاره يې خامه ده هر کال ډېره واوره کېږي چې له ښار او بازار سره زموږ د تګ راتګ لاره بندوي."

د وردګو په چک او يو شمېر نورو ولسوالیو کې هم تېره شپه واورې شوي.

د وردګو یو اوسېدونکی وايي: د وردګو خلک هم ورته خوشاله دي او هم اندېښمن دي، ځکه د سون‌توکي يې نه‌دي برابر کړي، اقتصادي وضيعت ډېر خراب دى.

د سیمې یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي په راپور کې یې نوم واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "دا دوې ورځې د ورګو ولايت کې بارانونه وو، تېره شپه واوره هم ورېدلې په بند چک، بهسود او ميردادو په کلي کې ځاى ځاى شوې، د وردګو خلک هم ورته خوشاله دي او هم اندېښمن دي، ځکه د سون‌توکي يې نه‌دي برابر کړي، اقتصادي وضيعت ډېر خراب دى."

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په‌دې هېواد کې بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې ده.

د دې ترڅنګ د اقلیمي بدلون له امله سختو ورښتونو او شدیدو سېلابونو د بې‌وزلۍ ځپلو افغانانو ستونزې لا پسې زیاتې کړي دي.

افغانستان د اقلیمي بدلون له زیانګوالو هېوادونو بلل کېږي چې په وروستیو میاشتو کې په‌کې سخت ورښتونه وشول او سېلابونو ګڼو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن د اکټوبر اتمه د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو اټکل کړی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG