د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

افغانستان کې واوره او بارانونه؛ کروندګر خوښ خو بېوزلان خواشیني دي


له ارشیفه د کابل ښار یوه څنډه
له ارشیفه د کابل ښار یوه څنډه

په کابل او د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ژمي د موسم له پیل راهیسې له څه باندې یوې میاشتې وروسته واوره او بارانونه ورېدلي.

سربېره پر دې چې خلک په ځانګړې ډول کروندګرو له دغو بارانونو خوښ دي، خو یو شمېر بې وزله کورنۍ یې اندېښمنې کړې دي.

په كابل كې د كاپیسا ولايت له بې ځايه شويو د ازادې په نوم یوه میرمن وايي، له خپلو ماشومانو سره په كرايي كور كې ژوند كوي او د خراب اقتصادي وضعيت له امله د نورو ستونزو تر څنګ د دوی د ګرمولو لپاره سون توکي هم نه لري.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل:

" په کابل کې له تېرې شپې راهیسې واوره او باران ورېږي، خو د بې وزلو کورنیو لپاره ډېره سخته ده. شخصا زما اقتصادي وضعیت هیڅ ښه نه دی. موږ په کرايي کور کې اوسېږو، لرګي او سکاره مو نه دي اخیستي او ماشومان مې هم ناروغه دي."

له ارشیفه د څو بېوزله مېرمنو تصویر
له ارشیفه د څو بېوزله مېرمنو تصویر

په کابل کې يوه بله مېرمن چې نه يې غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي او د خپلې کورنۍ سرپرسته ده، وايي چې د نورو خلکو په کورونو کې د جامومينځلو له لارې د خپلو ماشومانو اړتياوې پوره کوي او دا مهال په ډېر بد حالت کې ده.

هغې ازادي راډيو ته وویل:

" په یوې تهکوۍ کې ژوند کوم چې له دیوالونو څخه يې اوبه څاڅي. یوازې یو کمپل مې په خپلو اولادونو اچولې . له اورښت سره مې ستونزې زیاتې شوې ځکه نورې ورځې به جامو مینځولو ته تلم خو نن په کور ناسته يم ستونزې مې ډيرې زياتې دي."

خو دغو بارانونو د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې کروندګرو هیله من کړي.

په کندوز ولایت کې یو کروندګر نعیم رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

" سږ کال وچکالۍ ته ټول خلک نهیلي شوي وو، ټول کروندګر لاس په دعا و چې باران وشي. الحمدلله د شپې یو څه باران وشو، اسمان وريځ دی او هیله شته چې نور باران به هم ووریږي."

د پروان ولایت یو بزګر محمد ذکریا هم ورته نظر لري او وایي:

" دا د خوشحالۍ ځای دی، چې د پرون شپې له ٣ بجو راهیسې باران اوري او ټول خلک خوشحاله دي، ځکه چې د اوبو سطحه ټيټه شوې او له بلې خوا د خدای په فضل اورښتونه ځمکو، باغونو او غنمو ته ګټه رسوي."

افغانستان په وروستیو کې سختې وچکالۍ ځپلی او کروندګر یې په ځانګړي ډول ستونزو سره مخ شوي
افغانستان په وروستیو کې سختې وچکالۍ ځپلی او کروندګر یې په ځانګړي ډول ستونزو سره مخ شوي

د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې اعلان کړی چې له کونړ، ننګرهار او نیمروز پرته په ټول افغانستان کې د واورې او باران اټکل شوی دی.

یادې ادارې د شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۷مه) په یوې خبرتیا کې ویلي چې تر دوشنبې ورځې پورې د افغانستان په هریرود، هلمند، کابل، امو او نورو سیندونو کې د ناڅاپي سېلابونو وړاندوېنه شوې او خلک باید متوجه وي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې سږ کال د اورښت اندازه ډېره کمه ده او په دغه هېواد کې د سختې وچکالۍ د احتمال په اړه ډېرې اندېښنې شته.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG