د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۲

د ارزګان د غنمو کروندې؛ نباتي ناروغۍ پکې پیدا شوي


د ارزګان د غنمو یوه کرونده
د ارزګان د غنمو یوه کرونده

د ارزګان یو شمېر بزګران وايي، د غنمو کښتونو یې له پیل څخه چینجي کړي او اوس یې غنم زېړ شوي دي.

په ارزګان ولایت کې اوس مهال غنمو درې او څلور پاڼې کړي او جیګ والی يې ۱۰ سانتي ته رسیږي.

بزګران د دي ناروغیو لامل وچکالي، شدید یخ او د بارانو کمښت یادوي.

دوي وايي، سږ ژمی ډېر کم بارانونه شوي چې اندیښمن کړي یې دي.

ځايي طالب چارواکي وايي، د چیک ډمونو او بندنو د روغولو لړۍ یې پیل کړي او هڅه کوي چې بزګرانو ته د کښت اوبه برابرې کړي.

په دې اړه زموږ د همکار راپور د لاندې لېنک له کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:35 0:00
XS
SM
MD
LG