د ارزګان ولایت یو شمیر اوسیدونکې وايي، په دغه ولایت د افغان بیسم د یوه سیم کارټ د تر لاسه کولو لپاره په ورځو - ورځو په لاین کې ولاړ وي، خو باهم نه بریالي کیږي چې سیم کارټ تر لاسه کړي.
خلک وايي، د دغه شرکت مسوولین دې د دوی د ستونزو د حل لپاره د خپلو سیمه ییزو څانګو کارکوونکي زیات اویا دي په ولسوالیو کې نورې څانګې پرانیزي.
اړوند مسولین بیا وایي چې د خلکو د ستونزو د هوارولو په موخه يې تازه بله څانګه په ترینکوټ ښار کې خلاصه کړې او د اړتیا په صروت کې به د ولسوالۍ څانګې هم پرانیزي.
په دې اړه زموږ د همکار د راپور اورېدو لپاره لاندې لېنک پرانیستلی شئ: