د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۰

افغانستان کې د ورښتونو دوام او د زیانونو په اړه یې د خلکو کیسې


د وروستیو ورښتونو له امله بیا یو شمېر لارې تړل شوي
د وروستیو ورښتونو له امله بیا یو شمېر لارې تړل شوي

نن په افغانستان کې د درنو واورو او په ځینو نورو سیمو کې د بارانونو د ورښت دوه اونۍ پوره کېږي.

د ازادي راډیو خبریالان د هېواد له ځینو سیمو څخه راپور راکوي چې تر بېګا ناوخته پورې هم درنې واورې ورېدلې.

د هواپېژندنې د کورنیو ادارو د اټکل له مخې، د درنو واورو او بارانونو دا څپه چې د روانې کب په لومړۍ نېټه پیل شوې ده؛ ښايي تر راتلونکې دوشنبې پورې چې د کب ۱۴ مه نېټه کېږي دوام وکړي.

په نورستان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي لاهم هلته واوره ورېږي. د ټولګټو چارو رییس مولوي احمدنبي عادل آزادۍ راډیو ته وویل:

" واوره اوس هم ورېږي. ورښت یې په ډېر شدت سره دی. د واورې اندازه غالبا دوه مترو ته رسېږي. د لویدیځ نورستان په ځینو سیمو کې د غره د ښویېدنې له کبله د نورګرام او دوآب په ساحه کې لاره بنده شوې وه. زموږ کوشش روان دی چې لاره خلاصه کړو."

پر نورستان سربېره له تېرو څو ورځو راهیسې د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد او جلال آباد ترمنځ پر لویه لاره او ځینو نورو لارو کې هم د موټر د تګ راتګ پر وړاندې خنډونه رامنځ ته شوي وو.

د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت
د افغانستان په نقشه کې نورستان ولایت

خو په کونړ کې د طالبانو د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت الله معاذ بېګا ازادي راډیو ته وویل د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو ترمنځ لارې چې ځینې یې تر پرونۍ ورځې پورې بندې وې اوس خلاصې شوې دي، خو په عین حال کې د کونړ د پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست د زیانونو د ارزونې د څانګې مشر احسان الله احسان تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته د هغو زیانونو په اړه جزییات ورکړل چې وروستیو وریاوو په کونړ کې اړولي دي.

ښاغلي احسان وویل:

"د وروستیو ورښتونو له کبله تراوسه په کونړ کې ۵۶ کورونه زیانمن شوي چې ډېری په مرکز اسعدآباد کې دي. همدارنګه په اسعدآباد کې د یوه کور د چت د غورځېدو له کبله ۴ شهیدان لرو او ۳ ټپیان. همدارنګه ځینې څاروي هم زیانمن شوي دي چې ډېره برخه یې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د کوچیانو وو."

د غزني ولایت د مرکز او غرنیو سیمو ترمنځ لارې هم بندې دي، خو د خلاصولو لپاره یې هڅې روانې دي.

د غزني د ټولګټو چارو ریاست چارواکو ازادي راډیو ته وویل چې د مرکز او اجیرستان، مالستان، ناور او جاغوري ولسوالیو ترمنځ لارې بندې دي.

د اجیرستان یوه اوسېدونکي روح الله ازادي راډیو ته د هغو ستونزو یادونه وکړه چې دوی د لارو بندیدو له کبله ورسره مخامخ دي:

" زموږ لارې ډېرې خرابې دي. موږ نه شو کولای چې یو مریض یوه نژدې روغتیايي کلینیک ته ورسوو، یا یې ښار ته ورسوو. حتی نه شو کولای چې نژدې ولسوالۍ ته خپل مریض ورسوو. موږ له دولت څخه غواړو چې لارې راته جوړې کړی او راته پاکې یې کړي."

په ‌ډېرو لیرې پرتو سیمو کې خلکو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده
په ‌ډېرو لیرې پرتو سیمو کې خلکو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده

په تېرو څو ورځو کې نه یوازې د هېواد په شمال ختیځ؛ بلکې په نورو سیمو کې هم واورو او بارانونو خلکو ته انساني او مالي زیانونه واړول.

پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې د روانې کب میاشتې د لومړۍ او دولسمې نېټې ترمنځ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سړې هوا، واورې او سېلابونو په پېښو کې شل کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

په بیان کې یادونه شوې چې دا زیانونه په پلازمېنه کابل او په خوست، کندهار، ننګرهار، لغمان، کونړ، فراه، پروان، کاپیسا، زابل، سمنګان، دایکنډي، غور او بدخشان ولایتونو کې خلکو ته اوښتي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ترڅ کې له ۴۵۰ زیات کورونه نړېدلي او له پنځو زرو زیات څاروي له منځه تللي دي.

که څه هم د هواپېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، دا ورښتونه به د دوشنبې تر ورځې دوام وکړي، خو اقلیمي بدلون ته په پام سره معلومه نه ده چې د روان ژمي د پای ورښتونه به څومره انساني او مالي زیانونه واړوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG