د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۵

واورې او د لارو بندښت؛ خلک یې کومو ستونزو سره مخ کړي؟


تصویر له ارشیفه
تصویر له ارشیفه

د پکتيکا، بدخشان او باميانو په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د واورې له ورېدو وروسته د دغو ولايتونو اوسېدونکي شکايت کوي چې د دوى له ولايتونو سره نښلېدونکې لارې بندې دي چې دوى ورسره له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتيکا ولايت د زرغون شهر ولسوالۍ يو اوسېدونکی سلام جان زيارمل په خبره، د واورو د اورښت او د سړکونو د خاموالي له امله خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

زیارمل ازادي راډیو ته وویل:

"واوره ورېدلې، سړکونه خامه او خراب دي، د خرابو سړکونو له امله د کليو او لرې پرتو سيمو خلک نشي کولاى د ښرنې ښار بازار ته ولاړ شي."

د بدخشان ولايت اوسېدونکى جاويد هم ورته ستونزه بیانوي او وایي:

"د راغستان، شغنان او دروازها ولسواليو سره نښلېدونکې لارې بندې دي، که کوم ناروغ ولري کلنيک ته يې نشي وړلاى خلک همدا ستونزې لري."

د باميانو د مرکز او ورس ولسوالۍ تر منځ د مسافر وړونکي موټر چلوونکى حسين عليزاده په واورينه ورځ په دې لارې کې د پرتو ستونزو په اړه وايي:

"د بامیان او ورس په لاره کې ستونزې شته، د شاتو کوتل هوا ورېځ ده، طوپان دی، د پنجاب په سیمو کې هم موټر بند پاتې دي او د یکاولنګ او کوتل شاتو په سیمو کې هم موتړ بند پاتې دي."

په باميانو کې د طالبانو د حکومت د ولایتې ادارې وياند صبور فرزان سيغاني هم وايي چې د کابل- باميان او باميان- دایکندي لارې د واورې د اورښت او سختو توفانونو له امله تړل شوې دي.

نوموړي د دغو لارو د خلاصون په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"له پرون راهیسې د سختو واورو او توپانونو له امله په تېره بیا نن سهار د بامیان-کابل کوتل حاجي ګک لویه لار، د بامیان-دایکندي لویه لار او دغه راز هغه لارې چې ولسوالۍ له مرکز بامیان سره نښلوي، تر اوسه بندې دي. د لارې د خلاصولو لپاره د ټولګټو وزارت او قراردادي شرکتونو له خوا په جدي توګه کار روان دی."

د سالنګ لارې یو پخوانی تصویر، طالب چارواکو ویلي چې دا لاره بیرته پرانیستل شوې ده
د سالنګ لارې یو پخوانی تصویر، طالب چارواکو ویلي چې دا لاره بیرته پرانیستل شوې ده

یو شمېر مسافر وړونکي شرکتونه وايي چې سختې واورې د سالنګ لاره تړلې او مسافر د لارې خلاصېدو ته په تمه دي.

د یوه مسافر وړونکي شرکت مسوول عنایت الله ازادي راډيو ته وویل:

"د سالنګ لاره له ستونزو ډکه ده دا مهال ټوله لاره بنده ده، زموږ موټر دواړه خواوو ته بند دي، د مسافرو لویه ستونزه دا ده چې اوس مهال ډېری مسافر زموږ په دفتر کې د لارې خلاصېدو ته په تمه دي ترافيکي ګڼې ګوڼې خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا کړي دي."

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق پرست له واورو د سړکونو د پاکولو او د بیا پرانیستلو د اقداماتو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ور نه کړ، خو هغه نن چار شنبه وویل چې سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ بیرته پرانیستل شوې ده.

نوموړي د دوشنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه کې د سالنګ د لویې لارې د بندېدو خبر ورکړی او په دې اړه يې ليکلي و چې په سالنګ کې درنه واوره ورېږي او په ځینو سیمو کې د واورې کچه یو متر ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د شنبې په ورځ اعلان کړى و چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو به د هېواد ۲۴ ولایتونه کې ډېرې واورې او بارانونه وشي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG